د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4569

دخبریدو نیټه : 2005-12-03

د علامه رشاد بابا ( رح ) د لمړي تلين غونډي ته د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام

 

د علامه رشاد بابا د لومړي تلين د سوېډن په غونډه کي راټولو پوهانو ، مشرانو ، ليکوالو ،  فرهنګيانو ، فرهنګپالو او د علامه رشاد بابا په وير ويرجنو سلام !

اجازه راکړی په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني د مشرتابه ، ښکلا مجلې دکارکوونکو او بېنوا ويبپاڼي د ټولو همکارانو په استازيتوب په سويډن کي د دوستۍ کلتوري ټولني د مشر تابه او ټولو هغو انډيوالانو څخه يې د زړه له کومي مننه وکړم چا چي د نننۍ غونډي په سمبالښت او مخته بېولو کي هڅي کړي دي .

په داسي حال کي چي نننۍ غونډي ته  د افغانستان يو شمېر تکړه پوهان او عالمان خبري کوي ، خپلي علمي مقالې اوروي ، د علامه رشاد بابا ( رح ) پر ژوند او اثارو به  خبري وشي . غواړم يوې يادوني ته ستاسو ښاغلو او اغلو پام راواړوم :

په يو شمېر هغو پيغامونو او ليکنو او خبرونوکي چي دعلامه رشاد بابا ( رح ) په اړه خپاره شوي دي د علامه بابا په اړه  دوه ټکي کله نا کله په ناسمه توګه ياديږي .

لمړی :

ډېرو خپرونو خبر خپور کړ چي علامه رشاد بابا ( رح ) په درې اتيا کلني کي له دې نړۍ سترګي پټي کړې .

دا خبره زه د علامه رشاد بابا دژوند ليک له مخي ناسمي بولم ، ځکه ارواښاد علامه رشاد بابا ( رح ) د ۱۹۲۱ زېږديز كال د نومبر پر ۱۴ نېټه چي د ۱۳۰۰ لمريز کال د لړم د مياشتي  ۲۳مه نېټه کېږي زېږېدلی او د ۲۰۰۴ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر لومړۍ  نېټه چي د ۱۳۸۳ لمريز کال د لېندۍ د مياشتي دلسمي نېټي سره سمون لري په حق ورسېد .

که  د علامه رشاد بابا د زېږدني کال چي ۱۳۰۰  لمريز دی او د مړني کال چي ۱۳۸۳ دی رښتيا هم له ېوې تېروتني سره مخامخ کېدای سي ، خو که  مياشتي او ورځي ته حساب وکړو نو علامه رشاد بابا ( رح ) چي  د ۱۳۰۰ لمريز پر د لړم يا عقرب دمياشتي پر ۲۳ مه نېټه  زېږېدلی  او د ۱۳۸۳ د لېندۍ يا قوس پر لسمه  نېټه په حق رسېدلی دی  ويلای سو چي علامه رشاد بابا ( رح ) درې اتيا کالنه نه بلکي څلور اتيا کاله او اوولس ورځي عمر درلود .

 دوهم :

څرنګه چي علامه رشاد بابا د خپلو خورا ارزښتمو او هره برخه کي د پخو علمي اثارو په چاپولو کي له هيڅکله نه تلوار کاوه ، او نه يې له چا کله هم غوښتنه کوله چي کوم اثر دي ورته چاپ کړي ، بلکي ددې پرعکس يې په اساني سره چاته ددوی د اثر د چاپ اجازه هم په اساني سره نه ورکوله . ددې لامل  ښايي دا و چي علامه رشاد بابا تل غوښتل چي له هره پلوه په تول پوره اثر خپلي خپل ولس ته وړاندي کړي  دغه لامل و چي د استاد زيات شمېر اثار ددوی د مرګ تر وخته پوري چاپ ته تيار نه وه ، او فاضل استاد په خپله څلور اتيا کلني کي لا بيا په منظمه توګه مطالعه کوله ، له نوو چاپ شويو کتابونو او حتی مجلو  او نورو وړو خپرونو د چاپ  څخه يې ځان خبراوه ،  په خبرېدو يې خوشاله کېدی او ددې تر څنګه يې هم پر خپلو اثارو کار کاوه  او هم به هره ورځ تر لسګونو پوري د ليکوالو او ددوی د مينه والو کوربه و ، او د هغوی پوښتنو ته به يې په ورين تندي ځوابونه ويله ، خبره به اوږدومه نه ، اصل مطلب مي د استاد د اثارو د شمېر يادونه ده .

لکه څنګه چي ځينو درانه  او قدرمن دوستان خپل د خواخوږيو په پيغامونو ، ډله ايزو رسنيو او بېلابېلو ليکنو کي د استاد دعمر په يادولو کي تېروتنه کړې ده ، همدا ډول  په  بېنوا ويبپاڼي ، علامه رشاد بابا ويبپاڼي او حتی د علامه رشاد بابا ( رح ) د زوی ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره په هغه مرکه کي چي  يو کال مخته يې د بېنوا ويبپاڼي سره کړې  وه د علامه رشاد بابا ( رح ) په اړه ويل شوي وه چي څلور نوي بېلابېل علمي اثار لري ،د استاد په لاس د ليکل شویو چاپ او ناچاپ اثارو شمېر د هغه ليست له مخي چي تر اوسه دراټولو شويو اثارو نومونه پکښي ليکل شوي دي يوسل او پنځوس ته رسيږي . خو زما د مالوماتو له مخي به په نژدې راتلونکي کي د استاد د ټولو اثارو شمېر تر دې هم پورته شي ځکه لا اوس هم د استاد ټول اثار لکه څنګه چي لازمه ده  نه دي راټول شوي او هغه وړانديز چي تېر کال ښاغلي زرين انځور کړی و چي بايد يو پنځه کسيز کميسون د استاد د اثارو د راټولولو په موخه جوړ شي تر اوسه پوري نه دی عملي سوی .

زه لمړی د غونډي له مشرتابه پلاوي او بيا له  ښاغلي زرين انځور او ډاکټر طارق رشاد او نورو هغو پوهانو اوصلاحيت لرونکو مشرانو څخه هيله کوم چي د علامه بابا د لمړي تلين د نننۍ غونډي له خوا دي د پريکړه ليک صادرولو پر وخت پر دې بحث او مشوره وکړي چي څنګه کېدلای سي چي د علامه بابا ټوله ناچاپ اثارو د چاپ او خپراوي کار اسان کړي .

 

په پای کي يادونه کوم چي د بېنوا ويبپاڼي د تخنيکي برخي د چلوونکي ښاغلي خالد هادي په نوښت د افغان ليکوالو او د هغوی په اړه د کره،  هر اړخيزو او وروستيو مالوماتود ساتلو له پاره يوه نوې ويبپاڼه جوړه سوې ده چي په راتلونکي کي به د افغانستان د زيات شمېر پوهانواو ليکوالو په نوم بېلي برخي ولري .

دا پاڼه چي لا کار پر روان دی د افغانستان د شپږو ستورو له پاره هم ځانګړي پاڼي لري چي له هغوی څخه تر اوسه د علامه رشاد بابا د پاڼي کار خلاص سوی دی او پر نورو کار روان دی . ددې ويبپاڼي له پاره د(www.lekwal.com ) نوم ټاکل شوی دی .

 

په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني له مشر ښاغلي حبيب الله غمخور ته له خدای پاک څخه اوږد ژوند غواړو تر څو زموږ د ګران هيواد د پوهي او کلتور د پرمختګ په لاره کي تر دې لا اوچت ګامونه واخلي .

 

 

په درناوي
عبدالله احسان

د بېنوا فرهنګي ټولني  د مشرتابه په استازيتوب

هالنډ د ۲۰۰۵ زېږديز کال د ډسمبر دوهمه نېټه