ملي ټیم اتلوالو ته دزړه له کومي مبارکي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46268
قریب الرحمن سعید
دخبریدو نیټه : 2011-12-11

۱۱دسمبر۲۰۱۱کال
دا چې  زمونږ د ګران  هیواد  د کرکټ  هغه  ټیم ،چې د افغان رژیم په فساد کې دککړې  ادارې د پوره بې غورۍ او په خپلې پوره بې وسۍ او دلوبي  د ځایو د نشتوالي سره سره په دې  واتوانید  ددي لوبي  نړیوال  اتلوالې خپل کړ ي  د زړه له کومي دمبارکي  او د ویاړونو وړ دي.
ددې  لوبي اتلوالي  او ترڅنګ  یی  د نورو  لوبو په  مخکښ کیدو  کي افغانانو دا ډاګیزه کړه چی  افغان  ولس  که موقع اوفرصت  ورکړل شی او  استعمار یی  دستوني څخه  خپلې پنجې لرې کړي ، نو د نړۍ په  هر ډګر کې به  اتلوالي  خپل کړي.
په لوبو کې په طبیعي توګه  مخکې وروسته اولاندې باندي وي ، خو داتلوالي تر لاسه کول یوازې د مټ  دبازو پورې نه بلکه  د لوبغاړو ترمنځ د یو والي ، د یوه بل سره  مینه اومحبت   ،پوره  مهارت  او تخنیک  پورې هم  اړه  لری . که  زمونږسیاسي مشران اوسیاسي لوبغاړي  د خپل هیواد دازادۍ او زمکني بشپړتیا له پاره  دهمداسي  حکمت او تخنیک  نه  کار واخلې او دولسونو ترمنځ  د کرکې اونفرت  هغه  لړۍ  چې زمونږ دښمنانو زمونږ د ورونو ولسونو تر منځ  پیدا کړې ، په مینه او محبت  بدله کړي  نو انشاءالله هغه ورځ  به لري نه وي  چي  زمونږ ویاړلي  ولس  به یو ځل بیا دخپلې ازادۍ اتلوالي هم نړیوالوته  را څرګند کړي .

یوځل بیا دکرکټ دلوبغاړو دټیم  کپتان ، او دلوبي نورو ځوانانو ته  دزړه له کو مي مبارکي  وایم .
د ویاړلي ازاد ، اسلامي اوپرمختللي افغانستان  په هیله .
اروپا.
دډسمبر ۱۱مه  ۲۰۱۱کال