په فنلنډ کي د فرهنګپالو افغانانو د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4637

دخبریدو نیټه : 2005-12-06

په ډيرې خواشينۍ سره موخبر تر لاسه کړ ،چې په هيواداو خلکو مين شخصيت الحاج عبدالقيوم بزګردهغې ناروغۍ له کبله چې ورپيښه شوي وه په پيښور کې له تيرې دونکې دنياڅخه سترګې  پټې کړي . اناا لله وانا اليه راجعون

خدای بخښلی الحاج عبدالقيوم بزګر دهيواد څخه بهر دافغاني مطبوعاتواو دناروي په هيواد کې دنشرکيدونکي اخباردعوت دمسؤل مديرطارق بزګر چې يوتګړه ،با احساسه اوپيژندل شوي ژورناليست دی ، پلار وو.هغه دطارق ،ښاغلي ډاکټر عبدالصمد ملکزي،ډاکټر محمد فرید بزګرپه شان نورډير بچيان هيواد او ټولنې ته وړاندې کړل ،ترڅو خپل معنوي ژوند او ياد ابدي کړي .

پدې توګه په فنلند کې دميشته فرهنګپالو ،ليکوالواودهغه دمينوالو په استازيتوب دخپلې غمشريکۍ اوخواشينۍ مراتب دهغه ددرنې کورنۍ ،ټولو خپلوانو او مينه والو سره شريک کوم .اودخدای (ج) له درباره ورته دجنت فردوس غوښتنه او دعا کوم ، او خدای بښلې  الحاج عبدالقيوم بزګر درنې کورنۍ او په ځانګړې توګه ښاغلي طارق بزګر صاحب ته دزړه صبر او زغم غوښتونکی يم .

روح يې دښاد او ياد يې ابدي

صالحزاده فنلنډ