دغمزده په مړینه سخت غمزده شوم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46391
محمدامین بسمل
دخبریدو نیټه : 2011-12-17

 


۱۶ـ۱۲ـ۲۰۱۱
یوه شېبه مخکې ستړی او یخني نیولی کور ته راستون شوم دکمپیوټر له  روښانېدو څخه وروسته مې  دپخوا په خلاف یوناڅاپه  زړه  راته وویل،  لمړی  ایمایل  پرانېزه همداسې مې وکړل، چې ګورم محترم  ډاکتر صاحب اکرم خان ملکزي  دموسیقي د یوځلاند ستوري  د غورځېدو خبر لیکلی و.
غمزده دریادم هغه زموږ ګران او ځورېدلی (رحیم  غمزده).
داچې داشېبې څومره ترخې او درنې  راته پرېوتې یولایزال پوهیږي .
 ماته  هغه تللي وختونه  راپه یاد شول، کله به چې مرحوم ماسټر فضل غني له غمزده سره ګډې سندرې بللې،هغه وخت  هم  را په یاد شو، چې دڅرخي پله په زندان کې  له بېګناه او بېچاره غمزده څخه  دکارغل خادستانو دګوتو نوکان ایستلي وو.
هغه  وختونه  مې هم  رایاد شول، چې غمزده له زندان  څخه  راخلاص  اوډېر وروسته مو بیاڅوځلې  په  خصوصي محفلونو کې دزړه خواله سره وکړل .
دا هر څه  په تفصیل سره  اوس ځکه نشم لیکلای، چې حالت  مې زیات  وران  دی  یوازې دومره لیکم چې :
زموږ ستوري یو په بل پسې  رالویږي
دبدمخو لوټې وختې اسمان ته
خدایه څه دې په پښتون پسې رااخیستې
نه یې مال او نه یې جان پرېږدې جانان ته
له بدمخو څخه مې  مراد دا په موږ تپل شوي  غلامان او له جانان څخه مې مراد ګران افغانستان دی  .
دتپل شوو غلامانو لپاره نن هرڅه تیار دي په سر یې لا درد نه وي تر دوبۍ او جرمني یې بیا رارسولي وي  .
داڅوم ځل  دی چې هغه  قسیم فهیم  دروغتیایي کتنو لپاره  المان  ته  راوړل کیږي، چې  دولس  په وینورنګ  خو  بیا هم  هر ځل  د ولس  په  وینو کتل (معاینه)کیږي  .

هغه پښتواو فارسي متلونه  دي :

ناولې تیکه اور نه اخلي .
بادنجان ګنده افت ندارد
 تېرکال  په  همدې سنډاباندې  دیوې اونۍ لپاره  دجرمني  په  یو روغتون  کې  ۱۵۱۰۰۰یوسل اویوپنځوس  زره  ایرو ولګېدې .
  د دې لګښت  فورمې افغان سفارت  ته ورسېدې اوزموږ  دمظلوم ولس له  وینویې لګښت  ورکړشو .
دقسیم  فهیم  روغتیایي کتنې پخواهم څوځلې  شوې  دي سږکال  یې بیاراوړی  و داچې ټولټال به  څومره لګښت پرې  راغلی وي زه نه  پوهېږم  خو ماته  یې  لګښت  له یو میلیون  ایورو  څخه  زیات  ښکاري .
اوس به  راشم یو ځل  بیا زموږ بې  وسه  رحیم غمزده  ته  چې څومره خدمت یې افغان  فرهنګ، شعر، موسیقي  او پښتو ژبې ته وکړ خودکابل ګوډاګۍ او داړه مارې ادارې یو ځل هم  د درملنې لپاره بهر ته ونه لېږه .
رحیم غمزده  دستوني دسرطان له کبله وفات  شو دستوني دسرطان  درملنه  په جرمني اویو شمېر نوروهېوادونو کې  په  ښه  ډول سره کیږي .
همداشېبه  چې دالیکنه لیکم دبي بي سي له  رادیوڅخه مې دخردم  رهین غږ واورېدچې  ایله  اوس یې دمړینې په ورځ  غمزده یاد کړ او دهغه  مړینه یې دافغان موسیقي لپاره په  مکاره خوله لویه  ضایع  وګڼله .
زه فکر کوم  اوس  ډېر ناوخت  دی  دغمزده لپاره اوس  دهیڅچا فریادونه  په  درد نه  خوري .
 که  خردم  رهین  دومره انسانیت او زړه سوی لري  ښاغلی استادګلزمان او استاد ایوب   دې  دتداوي لپاره بهرته  ولیږي  هغه  هم ناروغان  دي  سبا چې وفات  شي بیابه  هله  دا دایران  لاسپوڅی لباسي افسوس  پرې کوي؟
همدا راز له  زرین ګل  رنځورڅخه  هم  پوښتم، چې  ته  خو اوس  د ملي ؟؟ (سیتمي) تلویزیون  تر مشرتوبه  پورې  ورسېدې  آیا کله  هم  دا خوږ ژبی  په ولس مین غمزده  تا در وباله یا یې  پوښتنې ته ورغلې؟
اوس یې په مړینه  یو څاڅکی اوښکې هم مه تویوه که  فهیم . . . شه بیا ښه ډېر پرې وژاړه .
لنډه  دا، چې  دردونه  او داغونه  ډېر دي نور به  تاسو درانه لوستونکي نه  غمجنوم  په اخېر کې غمزده صاحب  ته له  خدای (ج) څخه فردوس جنت او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړم .

خوږولوستونکو!
ستاسو د پام غلطي لپاره  دخدای  بخښلي  رحیم غمزده له  یوڅوخوږو سندرو څخه  چې  دا ۲۷ اووه ویشت  کاله کیږي  له  ما سره امانت  ساتل شوې  دي یوه  داسې سندره  وړاندې کوم، چې  تکرار یې  هیڅچا او آن  چې  پخپله غمزده صاحب  هم نه  دی اورېدلی .
دیادولو ده، چې  دا سندره زما دیو نږدې  دوست   د زامنو د سونتي  په  پروګرام کې  وېلې  شوې  دي  دا یو داسې وخت و، چې  غمزده صاحب  وروسته له  ډېره وخته کابل ته  راغلی و.