د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د غمشريکۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4646

دخبریدو نیټه : 2005-12-06

د ارواښاد بزګر د مړينې له کبله
 په خواښينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د دعوت خپرونې د مسوؤل چلوونکي ښاغلي طارق بزګر پلار عبدالقيوم بزګر د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله په پېښور کې له نړۍ سترګې پټې کړې .
 انا لله و انا اليه راجعون
 موږ په داسې حال کې چې د دغه خواخوږي افغان مړينه يوه لويه ضايعه بولو ،له هر يوه ښاغليو عبدالصمدملکزي ، ډاکټر محمد فريد بزګر ، محمد طارق بزګر او محمد اشرف باتور سره په دغه غم کې ځانونه شريک ګڼو . ارواښاد بزګر ته د لوی خدای په دربار کې د فردوس جنت دعاګانې کوو .
 په درناوی
 د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګه

 جرمني ، د کولن ښار