د افغانستان د ملي پوځ يو نوميالی افسر او زړور ليکوال جنرال رحمت الله ساپی په پردېسۍ کې وفات شو . انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد جنرال ساپی يو هېوادپال افسر ، د روسانو د يرغل په کلونو کې د جهاد او مقاومت د ليکو يو نامتو قومندان او د نظامي او سياسي چارو يو څېړونکی و . ارواښاد ساپي يو شمېر مهم آثار ليکلي او خپاره کړي دي . د هغه ليکنې د افغانستان د وروستيو دوو لسيزو ډېرې مهمې پېښې د حقايقو په رڼا کې راسپړي . د هغوي کورنۍ ، دوستانو او د آثارو مينه والو ته تسليت وړاندې کوو او اروا يې ښاده غواړو.
په درنښت
د ټولنې د مشرتابه جرګه