یو زیری او کورودانی -اسدالله زمری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46614
اسدالله زمری
دخبریدو نیټه : 2011-12-31


زماد ګران دوست او ملګري او دهیواد دوتلي لیکوال او تکړه څیړونکي ښاغلي اکبر کرګر نوی ناول مې ترلاسه کړ او لکه دده د نورو لیکنو په شان (انځورونه که هېنداره،په حالنامه کې د بایزید روښان عرفاني او فلسفي څیره اون نور) مې په ډیره تلوسه ولوست .
 ښاغلي کرګر خپل د نوی ناول نوم د«غوایي هډوکي» ایښی چې په لومړي نظر کط چندان په زړه چنګ نه لګوي خو د ناول تر لوستلوورسته سړی ته دا جوته ګیږي چی له دې محتوا او موضوع سره له ده پرته بل نوم نشي غوره کیدای .
 دا د ښاغلی کرګر خلاقیت دی چې د نثر په زړه د شعر شور او ښکلا ور سموي، ددې ناول د لیکلو ژبه خوږه او روانه ده او د ځینو سوچه لرغونو کلماتو او یا هم دده په وینا د نمره دارو ټوکو پر ځای او مناسب کارول او د هغو د طنزی محتوا نه دقیقه او ښه ګټه اخیستنه ددې ادعا ثبوت ګڼل کیدای شي.دا کار ددی سبب ګرځي چې لوستونکی بیله وقفی د ناول د تر پایه د لوستلو لیوال شي .
 لکه څنګه چې ښاغلي دکتور جنیدشریف د ناول په سریزه کی ویلي د سمبولونود ژبې او یا دسمبولیکو ترکیبونونه استفاده دلیکوال د لیکنو بله ځانګړنه ده چې دلته د کال د فصلونو او یا د ورځې د خاصو ساعتونو،یا د غوایی د ښکر،عمر،د کورونو او کلا ګانواو دروازو حالت او جوړښت،خوبونه ، د میلمستون د غڼې د جالې او نورو نه یادونه کولای شو .
 «د غویی دهډوکی»تندی داسی یوه هنداره ده چې هر څوک پکی ځان لیدلای شي ، که د میلمستون میلمه و که یی مهماندار او یا یی له دوی سره په یو ډول نه په یوه ډول اړیکي درلودې،که د منډوي نداف وو او که د جمهوریت عسکر،که عادی مامور و یا متعلم او محصل ،حزبی وکه غیر حزبی..... نو ځکه ګومان کوم چی د هر چا د علاقی وړ به وګر ځي
 ناول د تر بحث لاندی تیاره زمان اوضاع په ډیر هنرمندانه توګه تسجیلوی او ګویا د تاریخ د قضاوت او ارزیابی اوږده انتظار نه مو بیغمه کوی ،بیله دی چی لیکنه د حوادثو دژورنالیستیکی ګزارش اویا تاریخی سیاسی تحلیل بڼه ونیسی،
 سره له دی چی زه کره کتونکی نه یم خو د ناول په زړه پوری والې دې څو کرښو لیکلو ته و هڅولم؛چې په دی وسیله د ښو داستاني اثارو مینه والو ته د یوه نوی اثر د خبریدو زیر ورکوم ، لکه چې څرګنده ده زمونږ په ادبیاتو کی د نثر برخه ډیره کمزوری اود «شعر» بازار د هغه برعکس ډیر تود دی ، دداسی ښو اثاروهستول افغانی ادب ته د یوه ستر خدمت په تله دتللو وړدی او زما ددی لیکنې بل دلیل همدا ټکي وو، زه ښاغلي کرګر ته ددې اثر د خپرولو چې چاپ یې ددانش خپرندویې ټولنې لخوا شوی مبارکی او کور وداني وایم ،د نورو بریاو هیله یې کوم او د نوو هستونو په تمه یی یم
 په درناوی زمری