په كويټه كې د افغان ماشوم حال

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46784

دخبریدو نیټه : 2012-01-08

په کويټه ښار کې افغان کوچنى له سختو ستونزو سره شپي او ورځي تېروي.

د ګاونډي هېواد پاکستان په کويټه ښار کې د سليم کامپلکس شا لورته د پټيل نومي باغ سيمه کې د يتيمانو په يوه روزنځاى کې داسې افغان کوچنى ژوند کوي چې تېر دري کاله وړاندي له کندهاره تللى او اوس مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دى.

دغه کوچنى رحمت الله نوميږي د سردار محمد زوى دى او دغه کوچنى وايې چې د کندهار ښار د لويې ويالي د سيمانو د پله اوسيدونکى دى او دا مهال يې عمر نژدي اتو کلونو ته رسيږي.

دغه کوچني د خبريال ويب پاڼي سره د خبرو پر مهال وويل چې په کويټه ښار کې درې کاله وړاندي د پوليسو له لوري ونيول سو او بيا دغه يتيم ځى ته وليږدول سو ولي تر اوسه يې نه دوستان موندل سوي او نه هم خبر دى چې پلار او نور دوستان يې چېري دي.

رحمت الله نومي کوچنى وايې چې که چېري په کندهار کې دده کورنۍ وي نو د کويټي له دي زندان څخه دي يې خلاص کړي.

ددي کوچني کورنۍ دي د کندهار پرس کلب سره اړيکي ټينګي کړي او ددي کوچني په تړاو دي معلومات تر لاسه کړي.