افغاني جنګ سالارانو د غونډې په اړه د استرلیا میشتو افغانانو غبرګون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46809
هادي
دخبریدو نیټه : 2012-01-09


په جرمني کې له امریکایي او جرمني چارواکو سره د افغاني جنګ سالارانو د غونډې په باب د یو شمیر سیدني میشتو افغانانو غبرګون
نن د آلمان  د برلين په ښار کې د فيدرالي سيستم په توګه د افغانستان د وېشلو يوه پټه غونډه جوړیدونکې ده، چې دغې  غونډې ته د افغانستان د شمالي او مرکزي سيمو  يو شمېر زورواکي او په جنګي جرمنو تورن پخواني آزمویل شوي ټوپکیان او قومندانان  رابلل شوي دي،څو د افغانستان د وېشلو په اړه سره وغږیږي.
ویل کیږي چې دغه غوڼده د آلمان د عيسوي ډيموکراتيک ګوند  لخوا  رابلل شوې ده، . د دغې پټې غونډې ګډون کوونکې څېرې د افغانستان د دېرش کلن ناورين هغه بدنامې څېرې دي، چې د افغان ولس په وينو يې لاسونه سره دي، او د نجیب تر سقوط وروسته د افغانستان د ټولو بدبختیو او کورنیو جګړو عاملین ګڼل کیږي.
سیدني میشتي منور افغانان باوري دي، چې افغانستان يو نه تجزیه کیدونکی  هېواد دی او د افغانستان ټول خلک یو شانته د دغه هېواد اتباع دي او مساوي حقوق لري. د افغانستان ټول وروڼه قومونه  او خلک نه یواځې دا چې په یوه جغرافیه کې ژوند کوي، بلکه  له يو او بل سره د دين، وينې او مينې  ژورې اړیکې لرې زموږ باور دا دی چې افغانان د اسلام او افغان د لوی چتر لاندې سره راټول دي، ځکه نو د افغانستان په اړه د دا ډول شرمناکو او له غرضه ډکو غونډو جوړول پرته له دې چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو پر ضد  د افغانانو کینه او د هغو پر ضد د مقاومت روحیه نوره هم پياوړي کړي بل څه سره مرسته نه شي کولای، تر دې سربیره دا شان غونډې او هڅې به په لویه کچه د افغانستان روانو سوله ييزو هلو ځلو ته  نه جبرانېدونکی زيان ورسوي او د افغانانوروانه ستونزه به لا نوره لانجمنه او اوږده کړي.
موږ د نړۍ په نورو ملکونو کې د افغاني کړیو له دې نارې سره بشپړه همغږي لرو چې:(  په افغانستان کې د فدارلي سيستم تيوري يوه نا معقوله بې بنسټه او نه پلې کېدونکې تيوري ده. افغانستان يو موټی، نه بېلېدوکی او د وروڼو قومونو هېواد دی. د افغانستان وګړي به تر پايه د خپل هېواد د ملي ارزښتونو لپاره سړه او توده مبارزه وکړي او پرې به نږدي، چې زموږ هېواد لکه يوګوسلاويا او يا د بالکان سيمه غوندې زخمي شي او زموږ هېواد هم په ټوټو ووېشل شي، يو او بل ټبر يې تجريد او يا ورټل شي او يا هم زموږ په لرغوني هېواد کې د دوښمنانو د سياسي لوبو د لاسوهنو زمينه ورته برابره شي.)
موږ باور لرو چې افغانستان یو موټی، نه تجزیه کیدونکی ،آزاد او سر لوړی هیواد وو او وي به .د آزاد ، سر لوړي، پر مخ تللي ، یو موټي او دیموکراتیک افغانستان په هیله.
په درناوي
د شمله راډیو او شمله پرودکشن چلوونکې ډله
او یو شمیرنور سیدني میشتي منورین