د افغانستان یوازینې ستور مزلی ښاغلي عبدالاحد مومندپه وياړدغونډي خبرتيا.
درنو هيوادوالو!
داچي په رښتياسره مودنړۍ دنورو ولسونوپشان دخپل يوازنی ستورمزلی (کيهانورد) په وياړ دغونډې جوړېدونه په استفادې سره خپل ځوان نسل په خپلو وياړنو پوره خبرکړی و ي، په سويډن کي دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکز دکنفرانسو دجوړولو په لړ کې دا ځل غواړي د ۲۰۱۲م کال د جنوري دمياشتي پر ۲۱ مه دافغانستان دلومړنی ستورمزلي (کيهانورد) عبدالاحد مومند دقدردانۍ اوستاينې په وياړ علمی او ادبي درنه غونډه جوړه کړي .
زموږ په اند ۲۳ کاله وړاندي كيهان ته د لومړني افغان ستورمزلي ياكيهانورد اوڅېړونكي الوتنه زموږ د ډېر شاته پاتې هېواد غيرتی ولس لپاره يوه ډېره په زړه پورې وياړلې اوکم پيدا پېښه وه ،چې زموږ د هېواد په تاريخ كې به دتل لپاره دټول افغان ولس دوياړلې ملي خاطرې په توگه ژوندۍ پاته وي .
نوراشئ چي خپل دوياړه ډک تاريخ لاسته راوړنواوبرياوته ته په درنه سترگه وگورو؛خپل اتلان اووياړلې څېرې دلته په بهرکي ولمانځو. راسئ چي دخپل ولس ټول وياړونه راوسپړواوهغه نه يوازي ولمانځوبلکي پرې ووياړواودنړيوالوترغوږئې ورسوو.
ددې لپاره چي په رښتياسره موداافغان هوابازياستورمزلی هڅولی اودرناوي موکړې وي،دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز مشرتابه جرگه دټولوعلمي شخصيتونو، فرهنگيانو، ليکوالو اوشاعرانواوښاغلی مومند له مينه والو څخه هيله کوي چي زموږ سره يوځاي په خپل فعال گډون داغونډه نوره هم درنه اوپياوړې کړئ .
يادونه :
دغونډې ددايرېدو پته : دکروکسبيک ښوونځی دکنفرانسونوپه تالارکښي
ورځ اووخت : دروان ۲۰۱۲ ز کال دجنوري دمياشتي پر ۲۱ دورځي ۱۳ بجي
Hyllievångsvägen- 6
216 25, Malmö
aakcentrum@gmail.com
تاسوکولاي شی دپورته برېښنا ليک اولاندي تليفون شمېروپه مټ اړينه مرسته ترلاسه کړئ :
0046(0)721775080 عزيزمقری :
0046(0)735766867 : احمد گل اندړ
0046(0)704244659 قاسم حميد:
0046(0)736292522ميوند شيرزاد
0046(0) 707889614 اجمل مومند :
0046(0)735718416 :ملغلره حميد
0046(0) 703651826ظاهر مقری :