اوکراین :د افغان منورینو د ګډی جرګی پریکړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46921
استاد منګل
دخبریدو نیټه : 2012-01-15

د اوکراین جمهوریت د ادیسی په ښار کی د میشتو افغان منورینو د ګډی جرګی پریکړی

د جرګی ګډون کونکو په برلین ښار کی د اسپین د انستیتوت جوړیدونکی غونډی چی په روان ۲۰۱۲ کال د جنورۍ د میاشتی په نهمه نیټه د امریکا د کانګریس د غړو په ګډون او د جرمنی د یو شمیر چارواکو په کوربه توب جوړه شوی وه خبری وشوی .
 د خبری رسنیو د راپورونو له مخی د برلین پورتنۍ یادی شوی غونډی ته د افغانستان ځینی پخوانی او اوسنی جنګسالاران او جنګی مجرمین د ګډون لپاره رابلل شوی و .
 د اجندا مهمه موضوع د نورو موضوعاتو په څنګ کی په افغانستان کی د فدرالی سیستم د رامنځ ته کولو طرحی وی ، چی په د غونډی کی ځای ورکړل شوی وو .
 
د ادیسی په ښار کی میشتو افغان منورینو د یادی غونډی په اړوند بحثونه وکړل او د دوی د غوښتنو په اساس او هم د ملی ګټو د ساتلو او د داسی بی بنیاده طرحو د عملی کیدو د مخنیوی په خاطر لاندی پریکړی وشوی .
 موږ په داسی حال کی چی د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره د نړیوالو تلاشونو نه هیروو او هم د نړیوالو ټولنی د یو موټی افغانستان د ثبات او پرمختیا لپاره د هلو ځلو هرکلی کوو ، ولی هیچا ته موږ خپلی وسی دا اجازه نه ده ورکړی چی د افغان ملت دښمنان د خپلو سیاسی او اقتصادی شومو هدفونو د پلی کیدو لپاره داسی غونډی او فیصلی وکړی چی افغان ملت په ټوټو وویشی .
 افغانستان په اوسنیو شرایطو کی یو مرکزی حکومت او مرکزی حاکمیت ته ضرورت لری تر څو خپله ځمکنۍ بشپړتیا وساتی .
 د تاریخ په اوږدو کی افغان ملت ته دا ثابته شوی ده چی زموږ ګاونډی هیوادونه ، چی اوږدی او شریکی پولی راسره لری ، دا هڅه کړی ده چی زموږ له داخلی نارامیو څخه په ګټی اخیستو سره یا زموږ د خاوری یوه برخه لاندی کړی او یا هم زموږ په کورنیو چارو کی د کړکیچ د لا زیاتیدو لپاره لاسوهنی وکړی .
 موږ له ټولو هیوادوالو دا هیله لرو چی د وطن د کړکیچ د حل په لاره کی لاس په لاس ګامونه پورته کړی ، او په کورنی او نړیواله کچه د دښمنانو شومو او ناکامو هدفونو د پلی کیدو مخه ونیسی .
 تاسو د خبری رسنیو له لاری معلومه ده چی پورتنی ناستی د زیاتو سیاسی حلقو له خوا او هم د مدنی ټولنو له خوا او په عمومی ډول د افغانستان د اکثریت وګړو له خوا غندل شوی ده ، او د خارجی ټولنو داسی عمل یی د افغان ملت په کورنیو چارو کی لاسوهنه بللی ده . او همدارنګه د افغانستان د دولت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کی هم په ښکاره ډول څرګندیږی چی د دی ډول خبرو او غونډو چی د ملی وحدت له روحی سره برابری نه وی په ټوکلی توګه مخالفت شوی او د هغو افرادو او یا ټولنو چی داسی غونډو ته سازماندهی او بلنه ورکوی زموږ د هیواد په کورنیو چارو کی یی لاس وهنه بللی ده .
 افغان ملت د دی توان لری چی د هر چا ښه ګام ته هرکلی ووایی ، زموږ غوښتنه د افغان ملت له دینداره ، کارپوهانو ، پر وطن مینو خلکو او سیاست پوهانو څخه دا ده چی د دغسی غونډو په مقابل کی زغرنده غبرګون وښیی ، تر څو موږ یو ځل بیا عملا د وطن له ټوټه کیدو سره مخامخ نشو .
 موږ د نویمو کلونو تور تاریخ چی زموږ د هیواد ګران وطن افغانستان د ټوټه کیدو تکلونه وشول ولی د دښمنانو دغه شان تکلونه او هلی ځلی له ناکامۍ سره مخامخ شوی، ندی هیری کړی . داسی ناوړه غمیزی باید د افغانستان په تاریخ کی تکرار نشی .
 

د دایسی د ښار د افغان منورینو له خوا