ايا د لمر څخه ېوطوفان زمونږ د وېرې سبب ګرځي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47006
ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی
دخبریدو نیټه : 2012-01-20

 

د لمر څخه په هره ثانيه کې د وړانګو له لاری 5 ميليونه ټنه مواد د رڼا او زرو په شکل ځمکی ته استول کيږي. مګر عادي حالت کې کله کله په دغه ستوري (لمر) کې ډېر غټ او قوي چاودنی منځ ته راځي، او د برق د ډېرو وړو برخو څخه ېو قوی باد يا طوفان جوړيږي چې ددی په وجه لمر دخپلی کتلی څخه ېوه ډېره برخه د لاسه ورکوي.دلته د لمر څخه راوتلی برق (دايون او الېکترون) سرعت 6 ميلونه کيلو متره په ساعت کې تيزيږي، چې دا د کاېناتو ېوڅرګنده عجاېباتو څخه شمېرل کيږي.دغه د لمر برق (دايون او الېکترون) د چارج شوو الېکترونيکي زرو څخه منځ ته راځي، کوم چې ددی حالت لکه د ګاز او پلاسما (Plasma) په شکل ښکاري (په فزيک کې پلاسما ېو ډول ګاز دی چې ددی ېوه او يا مکمله برخه د الېکترونيکي چارج شوي اتوم يا د ماليکولونو څخه جوړشوی دی). د دا ډول پلاسمايی طوفان اخري برخه کېدی شي چې ځمکی ته ورسيږي. بياد لمر دغه وړی زرې راساً په برقي سامانونو باندې اغيزه کوي چې ددی په وجه کېدی شي دا برقي سامانونه شارټي وکړي او يا مکمل خراب شي. دا شارټي د سټلاېټ، انترنېت او کمپيوټرونو د پاره ډېر خطر لري، دمثال په ډول اتومي دستګاوی نه شي کولای چې ېو منځ ته راتلونکی خطر مخکی د مخکی وپېژني.د لمر دا ډول قوي طوفان، پخوا د تلګرافونوپه وختونو کې، مخکی ددی نه چې کمپيوټرونه منځ ته راشي،هم واقع شوی وو.
 که چېرته دا ډول کومه واقعه منځ ته راتلونکی وي،نو نړۍ فقط 20 دققی وخت لري چې ټول متأثره کېدونکي سيستمونه د لنډ وخت د پاره غېر فعاله کړي چې ټول مهم اسبابونه د ډېر لوی خطر څخه وژغورل شي. د پلاسما (Plasma) طوفان ېواځينی پرابلم نه دې چې د لمر څخه منځ ته راځي.کېدی شي چې نور هم زيات پرابلمونه منځ ته راشي.
 
د نړۍ د عجاېباتو مجلی څخه