باوري کورنۍ ته د خواخوږي کلتوري ټولني خواخوږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47030
الحاج غرزي خواخوږی
دخبریدو نیټه : 2012-01-21

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام
په خواشيني سره مو خبر واخيست چې د هېواد د پياوړي فرهنګی کورنی یو غړی ارواشاد عزیزالله باوری ځوانی مرګ سو.

انا لله و انا الیه راجعون
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد د مړيني په مناسبت د دوي محترمي کورني په خاصه توګه الحاج محمد جان باوری، پوهنوال استاد محمد رسول باوری، حاجی محمد امین باوری، پتمنی کورنی او دوستانو ته د خواشيني مراتب څرګندوي او دوي ته تسليت وائي.
د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او ټولو دوستانو ته جميل صبر غواړي.

په درنښت
د ټولني مشر

نيټه: ۲۱/۱/۲۰۱۲
کابل - افغانستان