منلي استاد باوري ته دعزیزاحمد خوارمل لخوا خواخوږ ی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47031

دخبریدو نیټه : 2012-01-21

په ډېره خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړه چې د ښاغلی  پوهاندرسول باوري او دبیلجیم  په  هیواد کې دګران او محترم  حاجی محمد امین باوري،کشر ورور  خدای بخښلی عزيز الله باوري  چې داوروزګان ولایت  د  دهراود  په ولسوالی  کې  استوګن ووپه ناڅاپی  توګه په حق رسیدلی .

اناالله وانا الیه راجعون
زه  او زما  د کورنۍ  ټول  غړي  په دی   ناڅاپه ویرکې  ځانونه  شریک بولواو دسپيڅلی  الله « ج »  دستر درباره څخه  و اروښاد عزیزالله جان  باوري  ته د  الهی رحمتونو ،جنتونو  اود مغفرت  هیله  مند یو او دعا ورته کوو چې خدای « ج » دی  عزیزالله جان باوری وبخښی  او فردوس جنتونه ور په برخه کړی او  د کورنۍ  وټولو غړیو ،دوستانو او عزیزانوته یې د صبرجمیل غوښتوونکي یو.
 

                                                                     ومن التوفیق