دهلمندوالي محمدګلاب منګل دخواخوږئ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47070
نويدنظري
دخبریدو نیټه : 2012-01-24

دباوري له درنې كورنۍ سره د هلمندوالي  محمدګلاب منګل دخواخوږئ  اوډاډګيرني پيغام

 

په ډيري خواشينئ سره خبرسوم چي دباوري ددرنې كورنۍ يوغړى  عزيزالله باوري وفات سوى.

اناالله وانا الیه راجعون

زه دهلمنددوالي په توګه ددې لويي فرهنګي کورنۍ سره په دې غم کي ځان شريک بولي اودنوموړي مړينه ديوې علمي كورنۍ لپاره ستره ضايعه بولم.

 

ښاغلي  الحاج محمد جان باوري ،  پوهنوال رسول باوري ، امين جان باوري  ډاکټر شفيق باوري او ددوی د کورنئ ټولو غړو ته ددوی د ارواښاد ورورعزيز الله باوري د ناڅاپي مړيني له امله د تسليت مراتب وړاندي کوم ،ارواښاد ته د لوی خدای جل جلاله په دربار کي د مغفرت دعا او د کورنۍ ټولو غړو ته يې له څښتن تعالی څخه د جميل صبر غوښتونکي يم.