د سلام فرهنګي ټولني د مسوول الحاج محمدجان باوري، د کابل پوهنتون د استاد پوهنوال رسول باوري، په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير د مشر حاجي امين باوري، ډاکټرامان الله باوري، ډاکټرحبيب الله باوري او ډاکټرشفيق الله باوري، ورور ارواښاد عزيز الله باوري چي اوونۍ تر مخه روح ابد ته سپارلى، د دهراود، په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته سپارل سوى ، او په کندهار او روزګان کي يي فاتحه اخيستل سويده، سبا په کابل کي فاتحه اخيستل کيږي. زمان يي د ماپښين د يوې څخه تر درې نيموبجو او مکان يې د څلورمي کارتې د شېرشاه سوري مسجد.