د۲۰۱۲ زېږ ديز کال دمارچ دمياشتې په ۲ نيټه دروسيې فدراسيون دسانکت پتر بورګ په ښار کې دمیشتو افغانانو دادبي ټولنې له خوادهېواد پياوړي لیکوال اوشاعرښاغلي حاجي پيرمحمد کارووان په ياد يوه درنه ادبي غونډه نيول کېږي.
په سانکت پتر بورګ کې دښاغلي حاجي پیرمحمد کاروان ټولو مينه والو ته خبر ور کول کېږی چې په نوموړي غونډه کې ګډون وکړی .
په دغه ادبي غونډه کې دښاغلي کاروان صیب په شاعري اوادبي تخليقاتو باندې بحث او مقالې لوستل کېږي .
دغونډې اساسي موخه دښاغلي پیرمحمد کاروان له اند او فکر سره دافغانانو پېژندګلوي ده .
که دنورو هېوادونو څخه زموږ ګران هېواد وال غواړي دغه ادبي غونډې ته خپل پيغامونه واستوي کولای شي په لاندې پته خپل ليکونه را ولېږي ، دغه پيغامونه به دغونډې د جوړوونکو له خوا ګډونکوونکو ته ابلاغ شي .
په درناوی .
په سانکت پتر بورګ کې دميشتو افغانانوادبي ټولنې له خوا
بريښنايي پته :
په سانکت پتر بورګ کې دغونډې دجوړېدو ځای : ګروخاوایا ۴۱ دګريبایېدوف کتابتون .
ул. Гороховая,Д.41 библеотека имени Гребаедова
وخت او نيټه : دمارچ دمياشتې ۲نېټه دمسکو په وخت دماښام ۱۸ بجې