دمحمد شفیق حقپال درې کتابونه چاپ شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47358

دخبریدو نیټه : 2012-02-09


حقانیت اسلام هغه کتاب دی چې دمحمد شفیق حقپال په زیار نوی لیکل شوی او په هغه کې داسلام دسپېڅلي دین دحقانیت په هکله معلومات ورکړشوي ، په دغه کتاب کی هڅه شوې چې داسلام سپېڅلې دین له نورو دینونو سره پرتله شي او دغه را ددغه دین ښې ګڼې او دمسلمانانو د بېرته پاتې والی عوامل په کې په ګوته شي .


دقرآن کریم اعجاز هغه کتاب دی چې ترکی لیکوال ښاغلی هارون یحیی لیکلی اومحمد شفیق حقپال پښتو ته ژباړلی دی دغه کتاب له دې نه چې دهیواد په یوشمېر پوهنتونونو کې داسلامی ثقافت دمضمون په توګه لوستل کېږي ددوهم ځل لپاره په ښکلې قطع او صحافت چاپ شوی دی ، دغه راز غلبه برمشکلات روانی دمحمد شفیق حقپال (داروایی ستونزو بری )  ژباړل شوی کتاب دی چې ژباړه یې دښاغلی شریف بها او ښاغلی ضیا روشنګر په مرسته ترسره شوې ده په دې کتاب کې هم لوستونکې د اروایی ستونزو سره دمبارزې په اړوند ښه معلومات ترلاسه کولای شي.
 

درې واړه کتابونه په دې وروستیو کې دعلیشاه کتاب پلورنځی او خپرندویه مرکز له خوا په جهان دانش مطبعه کې په ښکلی صحافت چاپ شوی دی چې دهېواد په فرهنګی بهیر کې یو ښه  پرمختګ بلل کېږي.