روحاني شخصیت سیدظاهر اغا روفي په حق ورسید

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47538

دخبریدو نیټه : 2012-02-22

د خواشينۍ پيغام!
د قومي مشر او روحاني شخصيت سيد ظاهر اغا د مړيني په اړه د کندهار والي د خواشينۍ پيغام

نېټه: 02.12.1390

په ډېر غم او خفګان سره مي خبر تر لاسه کى چي د کندهار او سيمي وتلى شخصيت، پېژندل سوې څېرې،  او قومي مشر سيد عبدالظاهر اغا د ور پيښي ناروغۍ له کبله تېره شپه په حق ورسېد ( انا لله و انا اليه راجعون).
مرحوم له ډېر وخته د زړه له ناروغۍ کړې دى  او له يو زياتي مودې درملني وروسته يې تېره شپه د مرګ ملکي ته لبيک ووايه او له دې نړۍ وکوچېد.

 زه د کندهار د خلکو په استازيتوب مرحوم ته د فردوس جنت او کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم.\
سید ظاهر اغا کلونه کلونه د ولايت او مرکز په سطحه د خپلو خلکو او هيوادوالو په خدمت کي تېر کړل  او په ډېره ښه توګه يې دې پاکي خاوري ته خدمت وکړى.
 هغه کلونه کلونه هم د جهاد په دوره کي او هم له هغه وروسته په نورو نظامونو کي  د خپل ولايت خلکو ته خدمت وکړ او په ډېرو سختو شرايطو کي يې د يوه ښه او مدبر مشر په توګه قومونه د نفاق له اوره وساتل.
د هغه مړينه د کندهار لپاره لويه ضايعه ده او موږ ډېر وخت ته اړتيا لرو چي دا ضايعه دده په شان د يوه بل پر خلکو او وطن مين سړي په شتون سره ډکه کړو.

په درناوي
پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا
د کندهار والي