بسم الله الرحمن الرحيم
د تاريخ په اوږدو کې څرګنده شوې ده چې د نړۍ ټول غير اسلامي هېوادونه د اسلام په وړاندې له يو ډول چلند څخه کار اخلي. که څه هم دوی په ځانګړي او ظاهري ډول له ځينو اسلامي هېوادونو سره ښې اړيکې لري، خو ډېر کله د هر بل غير اسلامي هېواد سره د ستونزې پر مهال دا ټول هېوادونه د اسلام په وړاندې دريږي او د مخالف لوري په وړاندې له هر ډول بېشرمانه کړنو سپمونه، نه کوي.
سلګونه کاله وړاندې له صليبي جګړو رانيولې، د اسلامي خلافت تر نړېدو او وروسته بيا د نړيوالو او سړې جګړې پر مهال د اسلامي نړۍ پر ضد د کفارو کړنو، دسيسو او همغږيو ددوی دا ډول تګلاره په ښه توګه روښانه کړې ده.
په څو وروستيو ورځو کې په بګرام کې د قرآن کريم د ېوې ګڼې سوځونې عامه غبرګونونه راپارولي دي، خو لکه څنګه چې څرګنديږي، د غير اسلامي هېوادونو غبرګون په دې اړه ډېر سوړ دی. دوی او په تېره بيا د امريکې متحده ايالتونه غواړي هره لوبه په خپله ګټه او د اسلام په ضد وڅرخوي او په دې ډول يو ځل بيا د خپلو ناولو هدفونو ساحل ته زموږ د وينو په سيند کې بېړۍ وزغلوي. په افغانستان کې له خونړيو لاريونونو څخه هم دوی د پوره ګټې اخستلو په لټه کې دي. په داسې حال کې چې بهرنيان افغان ځواکونو ته د واک سپارلو په حساس درشل کې دي، او ورسره د هېواد له نورو سيمو څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او تر څنګ ېې دلته د هغوی د تلپاتې پوځې هډو د جوړولو خبرې ګرمې دي، دوی غواړي د افغان ځواکونو د وړتيا په ننګولواو د بېګناه افغانانو په وژلو دا ډرامه نوره هم وغزوي.
کفري هيوادونه ډېر ځله ځانونه د انسانيت او بشريت ساتونکي او د آزادۍ مخکښان بولي. دوی د خپل لرليد او ګټو په پام کې نيولو سره په اسلامي هېوادونو کې د لاريون کوونکو او کله کله هم د خپلو لاسپوڅو ګدۍ ناستو مرستې ته له بمونو او راکټونو سره رادانګي، او د هغوی د مقابل لوري د راپرځولو لپاره هڅې کوي. په داسې حال کې چې ددوی د ړندو بمونو او راکټونو ښکار تر ډېره هغه بېګناه کسان وي چې له داسې خوځښتونو سره هېڅ اړيکې نه لري.
په داسې حالاتو کې د نړۍ مسلمانانو ته يوازې يوه لاره پاته ده. او هغه د اسلامي ملت او په ځانګړې توګه د افغان ولس فکرونه ويښول او يووالی دی. دا خبره روښانه ده چې که چېرې د نړۍ مسلمانان يو لاس شي او د کفري وينې زبېښونکو مخنيوي ته ملا وتړي، نو د نړۍ هېڅ ځواک به ېې مخه ډب نه کړای شي، او لرې نه ده چې يو ځل بيا به بشريت د اسلام له ښکلاوو او ځلاوو برخمن شي، چې ورسره به ايله خلک د ډاډ ساه واخستی شي او زموږ د کلونو ربړو ته به د پای ټکی کښېښول شي.
موږ د پښتون يون ټول غړي په کلکو ټکو د بهرنيانو دا ناوړه عمل غندو او د بښنې غوښتلو پر ځای د دې او نورو ورته پېښو د تر سره کوونکو يوې عادلانه اسلامي محکمې ته د سپارلو غوښتونکي يو.
مړه دې وي د اسلام او افغانستان دښمنان