داسلام سره دافغانانو د ژمنو ازمیښت ( اعلامیه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47604
دافغان ولس دسولي جرګه
دخبریدو نیټه : 2012-02-25


بسم الله الرحمن الرحیم
دافغان ولس د سولې دجرګې  اعلامیه

درنو مؤمنو اوخداي پالو  هیواد والو :
صلیبی  صهیونیستي ځواکونو  یو ځل  بیا د اسلام سره  ستاسو د ژمنو د ازمیښت  داخستو په خاطر  دادې  څو ورځي مخته د حوت  په دریمه  د بګرام  په  جهنمي  فوځي  تمځاې کې  ، قران عظیم الشان په  پوره بې   عزتئ سره و سوځاوه . صلیبي  دښمنان ،ددي  شنیع او غیر انساني  عمل   په تر سره کولو سره غواړي زمونږ د ولس  د ایمان  او دقران سره دتړاو  ازمیښت  واخلي  ترڅو په دي  و پوهیږي  چې  ایا د افغانستان  مسلمان  ولس  د خپل مقدس  دین ،اسلام ، سره همغه جذبه او ولوله  ،چې د «۱۳۵۸» کال د حوت په دریمه  یی د پخوانی شوروي  اتحاد د سرووحشي لښکرو او دهغوې د کورنیو لاس پوڅو په مقابله  کي د «الله اکبر»  د شعار  په ورکولو سره  د کرملین دطاغوتي اوشیطاني قصر  دستنو په  لړزولو درلوده ، اوس هم  همغسي لري  او که د صلیبي  صهیونیستي ځواکونود تبشیري فعالیتونوپه اساس ، اوددي ولس  ترمنځ  په پښتو  او دري ژبو د منسوخ شوي انجیل  په چاپولو او خپرولو  یی خپل احساس  له لاسه ورکړي  او د افغانانو  عقیدوي  پیوند  یی د خپل مقدس  کتاب  « عظیم الشان قران » سره له منځه  وړي او دا غیور  قوم یی په خپل هیواد کي  د دغو صلیبي  اشغالګرو ځواکونو تل پاتي  نظامي تمځایونومنلو ته  اړ  کړې  او که څنګه ؟
زمونږ ګران  مؤمن  هیوادوال  باید دا  شنیع  او حیوان صفته عمل  د یوې  تصادفي  او ناڅاپي پیښي په څیر  و نه ګڼي  بلکه   دا شنیع  عمل  ددوې  له اړخه  یو  قصدي عمل وګڼل شي .  د صلیبیونو نظامي  چارواکو په خپلو  خبرو کي  ، لکه د پخوا په څیر د اذهانو د تیرویستلو له پاره  ، دا ډاګیزه  کړې   چې دا دیني  مقدس  کتاب  یی په دې خاطر  سوځولې   چي  ددي  لارې  زندانیانو خپلې  بنسټ پاله لیکني  او آندونه  یو بل  ته  رسول . په دې  اساس  یی  دا (۸۰ ټوکه )  کتابونه  را ټول  او اور یی  ورته  ورته کړ. ددی معني داده  چې  صلیبیون  داسي  انګیري  چې ګویا  قران  عظیم الشان  خپلو پیروانو ته  د بنسټ پالۍ  آند  ور زده  کوي !!   لعنت  الله  علي  القوم الکاذ بین .
د اسلام  دمقدس  دین   دښمنان  په دې نه پوهیږي  چې د افغان ولس  دمؤمنو  او ریښتینو  زامنوزړونه ، د دري دیرش کالو  ستونزو ، مشکلاتو  آو د شرقي او غربي اجانبو د اشغال او استبداد ، او دهغوې دکورنيو پلورل شوو  مزدورانو له اړخه دهر ډول  ظلم او شکنجي  سره سره  یی بیا هم   د الله  تعالي ، د الله تعالي د مقدس کتاب  قران عظیم الشان او دالله تعالي درسول  محمد صلي الله علیه وسلم  د عشقه  ډک  دي .
دافغانستان  مؤمن  او مجاهد ولس ، ددي مقدس اوسپیڅلي کتاب څخه ددفاع په خاطر،  سږ کال  په دریم د حوت  د هیواد په مختلفو ښارونو  لکه ، پروان ، کابل ، ننګرهار ،  لوګر ، غور ، بامیان ،  او هرات  کي دخپلو ځانو د وینو په نذرانه کولو،  په پوره  صداقت او ریښتونولۍ سره، د خپلو دیني او ایماني مسؤلیتونو څرګندونه وکړه  او دښمنانو ته  یی دا ډاګیزه کړه چي داسلام  ددین سره  ددي مؤمن ولس    تړاو د  شک  او شهبې  نه پورته دي.
داسلام  دغو  شهیدانو ، چې  ځاي یی د جنتونو نعمتونه  دي ،  د افغان  غیور او مؤمن  ولس  په نمایندګۍ ، خپله بریا په خپلو سرو  وینو د اسلام  او ملت دښمنانو ته  ور ولیږله . او دي  دوزخیانو ته  یی دا ډاګیزه کړه چې دا  زمکه ، د اسلام   د  ورک نومو اتلوسپاهیانو  زمکه  ده  او تاسي نه  شئ کولې  ددی  غیورو  او مؤمنو سپاهیانو په زمکه کي د تل  له پاره پاته شئ . باید  پوه شئ  چې  زمونږ روح مسلمان دې ، زمونږ هدف  اسلام دې ، او زمونږ  لارښود   قران  عظیم الشان دې .
زمونږ  ورونو  او خویندو په خپلو دغو سترو  استعمار ماتونکو  مظاهرو  سره  دخپلو ولسونو څخه د یووالي ، همبستګۍ او بلاخره  د ملي  اسلامي  سر تاسري  قیام  غوښتنه  کړي  او ټول ولس  یی  دې لورې   ته را بللې دې .
د افغان ولس د سولي شورا  دهغوې دغه بلني ته لبیک  وایی  او دهغوې  سره  یو ځاې ،  دصلیبي  جهنمي  ځواکونو  له اړخه د قران  عظیم الشان  د سوزیدلو  دغه  شنیعه  پیښه  په  ډیرو کلکو  ټکو  محکوموي او دخپل ټول   ولس  څخه غواړي  چې   د قومي ، ژبني اوسمتي  تعصب  نه پرته ، د مؤمنو او مسلمانو افغانانو په څیر  یو بل  ته لاس  ورکړي   تر څو  خپل  هیواد ددي اشغالګرانود ناولو پنجو څخه  خلاص اویو ځل بیا پرې د اسلام شین بیرغ  دخپلو مجاهد پالو نیکونو او  دشهیدانو اواتلانو په دغه پاکه زمکه رپانده کړي ، او د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته دا  ډ اګیزه کړي چې دا  د شهید پالو  زمکه  هغه زمکه  نه ده چې  د اسلام  دښمنان پرې  د تل پاته کیدو فکر وکړي .  زمونږ د مؤمن ولس ځوانان  ، ښځي او نر  باید خپل  ولس ددي  صهیونستي  صلیبیانو څخه  ازاد  کړي  او دنورو ازادو  ملتونو اوولسونو تر منځ  هسکه غړۍ  د خپلو ټولو ملي او دیني   ویاړونو سره یو ځاې  د  الله  تعالي  بندګي  په ځاې کړي .
ژوندي  دي وي  اسلام ،
 تل دي وي ازادي
ژوندي او سر لوړې دې  وي  د ویاړنو ډک افغانستان 
مړه   او نابوده دي  وي د اسلام  او مسلمانانو  دښمنان