دعلامه رشاد اكاډيمۍ دخواخوږۍ پېغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4774
علامه رشاد اكاډيمي
دخبریدو نیټه : 2005-12-17

 

 

دارواښادسليمى صاحب دناڅاپي مړينى په اړه

دعلامه رشاد اكاډيمۍ دخواخوږۍ پېغام

 

په اخر كښى لويه خدايه دغه خواست كوم له تا            ” سليمى” چي داسي كېږي تى لا اوس كړې نيمه خوا

 په ډېري خواشيني سره مو واورېدل چي دهېواد او سيمي دلرغونو آثارو سره يو خواخوږى اوليوال او پر ادب مين عبدالحليم سليمى تيره ورځ په يوه ترافيكي پېښه كي له دې نړۍ څخه دفنا پر لوري كډه وكړه.

په اوسنى ليكوال دريم ټوك ۱۴۷۲ مخ كي راغلي :

په شخصي ژوند كي ښاغلى سليمى احساساتى كارونه كوي ، لږ عاقيبت ته ملتفت وي ، دسبا غم ورسره نه سته هر وخت يې ډېري پيسې پيداكړي خو هيڅ نه وي ورپاته سوي . سليمى دشوق او ذوق په كارونو كښي دمستظرفه صنايعواو تاريخي آثارو سره مينه لرى ، دكتاب او كتابخانو هم ډېر شوقمند دى                                            

 دعلامه رشاد اكاډيمي ارواښاد سليمي صاحب ته په دعا سره ددوى كورنۍ ته خواخوږي څرګندوي .                                                                                           

 

انالله وانااليه راجعون

 

ارواښادعلامه رشادبابا او ارواښادعبدالحليم سليمي

 

د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمدمحمديار ، ارواښاد عبدالحليم سليمي ، ميرويس حبيبي ، او شېرشا رشاد

( دعلامه رشادبابا لومړۍ تلين غونډه کندهار)