هغه غذاګانې چې په ګېډه کې د ګېس جوړېدو سبب کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47770
ډاکتر سيد مصلح الدين قادرى
دخبریدو نیټه : 2012-03-04

 

په ګېډ کې ګېس جوړېدو څخه اکثره خلک شکايت کوي، دوى د ارګمي(ارګي) په کولو سره د خلکو د خجالت احساس کوي. په دې لړ کې زياتې غذاګانې قصور وارې بولي. ګېس اکثره د هغه ناهضم شويو غذايي موادو څخه چې کله د وړو کولمو څخه د غټو کولمو په لور دورمي جوړېږي. په غټو کولمو يا (colons) کې ددې غذايي موادو هضمېدو لپاره ځينې مفيدې بکترياوې شته چې ددې عمل څخه ګېس منځته راځي.
 د امريکا د معدې معايني اتحاديه وايي چې اکثره غدايي مواد ګېس منځته راوړي چې په لاندې ډول دي:
 ګلپي، وچه مېوه، دال، بند ګلپي او د وړو شيره؛ خو که چېرې سبزي او دال د خام خوړلو په ځاى ښه پاخه شي؛ نو د ګېس جوړېدو امکان يې کم دى.
 په مېوو کې زيات پېداکېدونکي مواد لکه فوکتوز يا شکر دي که چېرې فوکتوز، شکره يا د فوکتوز جوس زيات استعمال شي؛ نو ګېډه کې ګېس زيات پېداکېږي؛ ځکه د انسان په وجود کې فوکتوز يوه اندازه جذب کېږي او نور اضافه دي چې ګېس جوړوي.
 هغه مېوې چې زيات فوکتوز لري لکه: مڼه، نشپاتي، کيله، انګور او نور بايد په اړينه اندازه خوړول شي. هغه چې په اخر کې يې sl راځي لکه( surbitsal mannital) او نورو زيات استعمال د ګېس جوړېدو باعث ګرځي.
 شيدې هم ګېس جوړوي، ځيني خلک په شېدو کې lactose څخه- چې د هضم لپاره کوم انزايم نه لري( lactose into lerance ) -شکايت کوي. که چېرې د کوم انسان په ګېډه کې شيدې او شيدو ته ورته مواد د ګېس باعث ګرځي که کم شي نو ګېس له ستونزه به څه نا څه په امان کې وي.
 که چېرې د شيدو په عوض ماسته اسعمال شي؛ نو په مستو کې lactose کم دى او د ګېس د جوړېدو څخه مخنيوى کوي.
 که چېرې څوک داسې غذايي مواد استعمال کړي چې ګېس رامنځته کوي، نو هغه ته په کار دي چې ماسته استعمال کړي.
 بعضي کسان د antibiotic د استعمال سره هم د ګېډې ګېس يا د معدې د درد تکليف پيدا کوي چې هغه ته ماسته او يا protiotic ښه دي.