دمارچ دمیاشتی(۸)نیټه ( دښځوبین المللی ورخی)په ویاړ!
زه ددغی ورخی په ویاړدافغانستان ټولومیندواوخویندوته٫که په داخل اوپه خارج
کی دی دزړه له کومی مبارکی وایم ۰اودوی ته روغتیا٬أرامی٬اودژوند په ټولو
چاروکی دخدای پاک څخه بریالیتوب اوسرلوړی غواړم۰
داښخی دی چه په یوه لاس زانګوزنګوی اوپه بل لاس جهان زنګوی۰افسوس چه نن ورخ تش په نامه په رسنیو کی دښخوله حقوقوڅخه دفاع کیږی٬
مګر په حقیقت کی داسی نده۰مونږګوروچه په وزارتونو٬ ریاستونو٬شورا٬اونورو
مؤسساتوکی دغه ورخ په فورمولیټه توګه نمانخله کیږی٬مګر زمونږ اوستاسی هغه میندی٬خویندی٬کونډی اویتیمانی چه دژمی په یخنیواوددوبی په ګرمیوکی
شپس اوورخی تیروی٬هیڅوک ددوی په فکرکی ندی۰
ددولت اوحکومت چارواکی په رسمی جلسوکی دمیزونو په سروباندی کیک٬کلچی اونوری وچی میوی خوری چه دبیت المال له پیسوڅخه اخیستل کیږی۰اوزونږبیوزله میندی٬خویندی٬کونډی اویتیمانی ښخی دخپلواولادونودژوندی پاتیکیدولپاره په یوی ګولی وچی ډوډۍ پسی سرګردانه اولالاهانده ګرزی٬پس په کاردی چه دغه کیک٬کلچی اووچی میوی ددوی سره
په خیمواوکیږدیوکی وخورو۰
چارواکی په جلسوکی بایددوطن دأبادۍ٬پرمختګ٬صنعت٬زراعت٬تخنیک اونوروچاروپه باره کی رغنده علمی پریکړی وکړی٬علمی کدرونه علمی کشفیاتوته اوتر خمکی لاندی زیرمواوکانونوراایستلوته وهڅوی٬ نه داچه په جلسوکی کیک اوکلچی وخوری۰
7.3.2012 germany