د ظاهر هویدا په مړینه د تسلیت پیغام :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47868
هیوادوست ، ډنمارک
دخبریدو نیټه : 2012-03-06

 


په ډېرې خواشینۍ سره مو اطلاع تر لاسه کړه چې د افغانستان مشهور ، مجربه ، او خوش آوازه هنرمند موږ ته ګران ظاهر هویدا د آلمان د هامبورګ په ښار کې د ۶۷ کالو په عمر د هغې ناروغۍ له کبله چې ورپېښه وه وفات شو . الله دې ښه جنتونه ور په برخه کړي .مرحوم ظاهر هویدا نه یوازې د اماتور موسیقۍ په برخه استاد و ، چې کلونه کلونه یې د افغانستان په راډیو تلویزیون کې د ژورنالیست ، لیکوال او پرودیسر په توګه دغه راز د سناریست او د فلمونو د ډایرکټر په توګه دنده اجرا کړه .خدای دې وبښي او د مرحوم کورنۍ دغه راز   د ټول افغان ملت  د هنر  او هنرمند کړیړ ته د تسلیت عرض کوو . هیواددوست د خپلواکۍ له فرهنګي مرکز څخه ـ ډنمارک