د افغانستان د ژورناليستانو د خپلواکي ټولني له خوا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4792
رحيم الله سمندر
دخبریدو نیټه : 2005-12-18

دسمبر ١٨مه

کا بل افغانستان

مطبوعاتي اعلاميه:

افغان ژورنالست فهيم احسا ن په مزارشريف کې په نامالومه توگه تيره  شپه وژل شوى، دهغه کورنى له ويرې نه په دې اړه څه نه وايي.

دژورنالستانو دخپلواکې ټولنې(AIJA) دمالوماتو له مخې احسان ٣٠کاله عمر درلود او په مزارشريف دولتي تلويزون کې يې يوه انتقادي پروگرام ((شهرما خانه ما)) وړاندې کاوه.

دهغه پروگرام څو ځله دسمييزو چارواکو د کلکو نيوکو لاندې راغلى، په دغه برخه کې نوموړى څو ځلې تهديد او وهل شوى دى.

دژورنالستانو خپلواکه ټولنه (AIJA) په دې اړه نورې پلټنې کوي چې هغه ولې او څنگه ووژل شو ؟

دنور مالومات له پاره

رحيم الله سمندر

دافغانستان دژورنالستانو خپلواکه ټولنه

دداخلې وزارت سرک- شهرنو کابل

تيلفون: ٢٢٠١٦١٩

موبايل: ٠٧٠٢١٤٧٤٨،٠٧٩٩٣٠٠٠٠٤