دکندهار دزنګي ابادقتل عام په اړه دخواشنۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47978
غرزی خواخوږی
دخبریدو نیټه : 2012-03-11

د کندهار د پنجوایی د ولسوالی د پیښی په اړوند
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام

نیټه: ۲۱/۱۲/۱۳۹۰ – ۱۰/۳/۲۰۱۲
کابل افغانستان
د كندهار په پنجوايی ولسوالى كی دامريکا ځانګری ځواكونو د سرتيرو له لوری پر دريو كورونو د وسله وال بريد په ترڅ كی د ښځو او ماشومانو په گډون شپاړس ملكی خلګ وژل سوی او پينځه تنه نور ټپيا ن دی.

انالله و انا الیه راجعون

د دی ظالمانه پیښی په خبریدو سره د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی ټول غړی د نورو  مسلمانو او با احساسو افغانانو ترڅنګ دغه پیښه په کلکه غندی او د افغانستان د ولسمشر څخه په ټینګه د پیښی د پوښتنی او درویږنی غوښتنه کوی ترڅو چی د دغسو وحشی کړنو مخه ونیول سی.
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی ټول غړی په دغه ناورین غمیزه کی ځان د زیانمنو کورنیو سره شریک بولی، د لوی خدای (ج) د دربار څخه شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته سملاسی روغتیا او پاتو کورنیو ته جمیل صبر غواړی.

په درنښت