د امریکا د پوځي قواو د عسکرو هغه کرغیړن عمل چي د یکشنبې د ورځي په سهار یې د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د زنګ اباد د سیمي د الکوزو په کلي کښي د ۱۶ بیګناه خلګو او ماشومانو په وینو لاس سور کړ ، په کلکو ټکو غندو . هغوۍ چي د نړۍ د یوه دیموکرات او اولسواک ملت په څیر ، او هغوۍ چي په نړۍ کښي د اولسواکۍ او دیموکراسۍ لپاره ټټرونه وهي ، نن د یوه غریب ملت ، د یوه بی وسه اولس پر بی دفاع خلګو ماشین ګڼي چلوي . بلجیم میشتي افغانان باور لري چي که چیري امریکایان داسي زړه بږنونکي حادثی تکرار او بیا تکرار کړي نو د افغان اولس کرکه او عقده به د هر افغان سره تر مرګه مله وي . دا کرکه او عقده یوازي تر ننني نسله نه محدودیږي بلکه دا د تاریخونو زړونو ته ننوزي ، چي بیا یی پاکول ډیره بیه غواړي .
افغان کلتوري بهیر او اړوندان یی امریکایي ستراتیژیستانو او د پوځ مشرانو ته مشوره ورکوي چي افغان اولس په داسي مرګونو نه ختمیږي ! تاسو د ځان او غلیمانو ژرندي ته اوبه او ژوند بخښۍ . تاسو هم ځان ته کنده باسۍ او هم موږ جنګ ځپلو ته .
په دی هیله چي افغان اولس د یوې ریښتني لاري لاروي شي ، او دې ریښتني لاري ته یو مدبر لارښود پیدا کړي .
په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه