زنګاوات - دبایرن مېشتو افغانانو شدید احتجاج لیک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47994
بسمل
دخبریدو نیټه : 2012-03-12


موږبایرن مېشتي افغانان په یوه خوله نه یوازې دپنجوايي پېښه په کلکه غندو، بلکې دعاملینو محاکمه یې  د افغانستان له اساسي قانون سره سمه غواړو.
 په دې هم ټینګار کوو، چې ددې وحشي پېښې عامل یو کس نه بلکې یو ګروپ  دی دا هم زیاتوو، چې  دا ګروپ بې له کوم هدایته پخپل سر داسې خونړۍ پېښه نه شي  رامینځ  ته کولای .
 دپنجوايي له دردوونکې پېښې څخه دې نتېجې ته رسیږو، چې دامریکايي سادستانولخوامخکیني اعمال لکه دمړیو دګوتوغوڅول ، په مړیوبولې کول اومسخرې یانورې ناروا چارې داهر څه  دافغان ولس د غوسي  پارولو په موخه وو ترڅوجګړه په لوی لاس پسې اوږده کړي دا ځکه، چې که جګړه نه وي نوبیا خو یې  رقیبان ورته وايي ، چې اوس څه شی کوئ  چې پراته یاست .
 موږ په بلجیم کې دافغان کولتوري بهیرله غبرګون  څخه  په کلکه  خپل ملاتړ اعلاموواودنړۍ په ګوټ ګوټ کې له ټولو فرهنګي ملګرو او کړیو څخه هیله کوو، چې خپل غبرګونونه په سولیز ډول وښيي .
 موږ  ددې درانه او نه زغموونکي غم په طرځ کې دشهیدانو درنوکورنیو ته تسلیت، جمیل صبر او شهیدانو ته فردوس جنت له پاک الله  څخه غواړو، له ټول افغان ولس څخه  هیله کوو، چې  دملي یووالي لپاره  اړین ګامونه اوچت  کړي .
 په قدرت سپرو . . . ته وایو، چې پردی کټ ترنیمو شپو وي  ځکه  خو له امریکا سره  دستراتیژیک تړون  په اړوند له سره  سم فکر وکړئ .
 دجرمني په بایرن آیالت کې مېشت افغانان