د زړه پــــــــه بــــــاغ مـــې ږلـــــۍ وشــــوه
بویه چې بیا سپرلی راځي سپړي ګلونه
له بده مرغه هسی خو هم زموږ پسرلي ټول خزان خزان دی او دادی د نوی کال او نوی پسرلی په درشل کی د نړی خونړیو او جابرو لنډغرانو زموږ د لرغونی او باتور هیواد د میړنیو او سرلوړو ولسونو د تنکیو ماشومانو، ځوانانو، سپین سرو او بوډاګانو وینی په خورا بی رحمی وبهولی او زموږ د تاریخي او ویاړلي کندهار د پنجوایی غیرتی او سپیڅلی سیمه یی د وینو په حمام بدله کړه.
مرګ، مرګ او بیا هم مرګ پر هغه چاچی دغه کرغیړن او بشری ضد تور او وحشیانه عمل یی تر سره کړی دی.
ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندی مه کــړه
زه په دی افـــتاده ګی کی لوی ګــــړنـــګ یم
دغو نړی خوارو مستکبرو وحشیانو ته دی په ډاګه وی چې دا دهغو غیرتي او تور زنو افغانانو خاوره ده چی د تاریخ په اوږدو کی یی له سکندر، چنګیز، هلاکو نه نیولی تر میکناټن، کیوناری او روسی قطبی خرسانو ککری پکی ماتی شوی او لیری نه ده چی د اوسنی افغانستان غیرتی پرګنی او ازادی پالونکي ولسونه به یو ځل بیا خپل ویاړلی تاریخ ر ا ژوندی او تور مخو جابرانو ته به د عبرت درس ورکړي.
په هالینډ کی میشت د غرغښت ټولنه د نړی د ټولو حقوقي مراجعو څخه هیله او غوښتنه کوی چی د دغی خونړی پیښی عاملین په سخته جزا محکوم کړی او په راتلونکی کی د دغه ډول زړه بوږنوونکو پیښو ته د پای ټکی کیږدی.
موږ په زغرده هغه خونړی او ویرجنی پیښی هم چی د ځانمرګو واسکټونو او بمی چاودنو له کبله زموږ د ولسونو په منځ کی تر سره کیږی په کلکه غندو او د هغه عاملین محکوموو.
د یوه سوکاله ، خپلواک او سرلوړی افغانستان په هیله.