دپنجوائې زنګاوات په پیښه د ترکیو دشورا اعلامیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48105

دخبریدو نیټه : 2012-03-18

اعلامیه :
په پنجوایی ولسوالي کي دبي ګنا افغانانو دوژلو په هکله دتره کیو دقومی ټولنیزی

ټولنی اعلامیه : دکابل ښار
څو ورځي وړاندي دامریکایي ځواکونو له خوا دکندهار ولایت په پنجوایي ولسوالي کي ۱۶ تنه بي ګنا افغانان د ( سپینږیرنو ،میرمنو او ماشومانو ) په ګډون په بي رحمانهډول شهیدان او ټپیان شول .

دتره کیو قومی ټولنیزه ټولنه دامر یکایي ځواکونو دغه بشري ضد عمل دبشر دحقوقو ښکاره سر غړونه ګڼي او په کلکه یی غندی .
 دلوی خدای ج څخه شهیدانو ته فردوس جنت ،ټپیانو ته عاجله روغتیا او کورنیو ته یي جمیل صبر غواړو .
 ددې ناوړه عمل مرتکبینو ته دکلکي سزا غو ښتنه کوو، دافغانستان له اسلامی دولت څخه هیله کوو چي په راتلونکی کي دبهرنیو ځواکونو دداسی ناوړه کړنو مخنوی وکړي او په هیواد کي دسرتاسري سولي ،ملي پخلایني پورسه کړنډۍ کړي .
 
په درنا وی
دتره کیو قومي ټولنیزی ټولني له خوا