دګل رحمن رحماني دوه نوي کتابونه خپاره شول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48154
عارف کاکړ
دخبریدو نیټه : 2012-03-19


دکيسه ليکوال او خبريال ګل رحمن رحماني دوه نوي کتابونه چې يو يې ناول ( مصرۍ پېغله ) او بل يې دادبي ټوټو ټولګه ( دخفګان ورځې ) ده ؛ چاپ شول ، مصرۍ پېغله ناول ١٥٠مخونو کې په ښکلې قطعه او صحافت د ٢٠٠٠ ټوکونو او دخفګان ورځې د ١٠٠٠ ټوکونو په شمېره او ٩٠مخونو له ننګرهاره دګودر خپرندويې ټولنې له خوا خپاره شوي دي ، ناول دجهاد په وختونو او په ځانګړي ډول د طالبانو پر ځېدلي نظام له پيل نه په افغانستان کې ديو شمير عربانو راتګ ، جګړه او ژوند انځوروي ، کتاب دتېروپنځه ويشتو کالونو پېښې له ځان سره رانغاړي ، چې دکندهار دسرپوزې زندان دتونل او تېښتې پېښه هم په کې شامله ده.
 دخفګان ورځې هم دليکوال د ادبي ټوټو ټولګه ده ، له دې ټولګې سره دهېواد دپياوړي ليکوال عبدالهادي هادي په هنري نثر څېړنيزه ليکنه او هم دمحمد واصل وصال او بختيار تلاش يادښتونه راغلي دي ، بايد ووايو چې تر دې وړاندې هم په اړونده برخه کې دليکوال دادبي ټوټو يوه تولګه ( تلپاتې درد ) او هم د ژوند لوبه ، شړل شوى لمر ژباړل شوي ،ښکلا ، دازادۍ لېونى ، او انتقام ليکل شوي ناولونه خپاره شوي دي ، ددغه دواړو کتابونو تخنيکي چارې دګودر خپرندويې ټولنې دتخنيکي څانګې له خوا سمبال شوې دي .
 ليکوال دادبياتو په برخه کې لوړې زده کړې او دا مهال په تدريس او ژورناليستيکو کاورنو بوخت دى .