میدان وردګ: د پوهې ډېوه شعري ټولګه چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48335
اتل میدانوال
دخبریدو نیټه : 2012-03-27

 

دمیدان وردګو ولایت والي محمد حلیم فدایي  دفرهنګي هڅو په دوام  او مالي لګښت  د ولسي شاعر او پوهنې خدمتګار عبدالمتین وردګ (دپوهې ډېوه) شعري ټولګه چاپ شوه

عبدالمتین وردګ دمیدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسیدونکی او دکلونو کلونو راهیسې یې  دپوهنې په برخه کې  ددې ولایت وګړو لپاه زحمتونه ګاللي او په هر ډول شرایطو کې یې خپل همت او اندله لاسه ندې ورکړی او تراوسه یې د شعرونو درې ټولګې( د روژې سوغات، سنګر، او دیوالي ترانې) دچاپ په ګاڼه سمبال شوې چې شاعر پکې دخپلې ټولنې ناخوالو او همدارنګه حل لارو ته اشاره کړې او تل یې  په شعرونو کې  سترو ملي ګټو څخه ننګه کړی او عام خلک یې دنوموړو  ارزښتونو ساتلو ته تشویق او هڅولي.

ښاغلی فدایي دنوموړې کتاب په اړه وایي عبدالمتین وردګ  با احساسه شاعر دی چې شعرونه یې دټولنې لپاره ګټور پیغامونه لري.

له نیکمرغه د همدغه  ولسي شاعر دشعرونو یوه بله خزانه ( دپوهې ډېوه) په (۱۵۰) مخونو کې (۱۰۰۰) ټوکه په ښکلۍ پوښتۍ او صحافت سره د میدان وردګو ولایت والي لخوا کمپوز او دچاپ په ګاڼه سمبال شوه

د یادونې وړ ده چې تراوسه  د ولایت والي لخوا ۳۲ کتابونه دچاپ  په ګاڼه سمبال شوې او ۴ کتابونو تر چاپ لاندې دي  چې ژر به دمینوالو لاسونو ته ورسیږي، همدارنګه ښاغلي والي  داستاد صدیق پسرلي دغزلبڼ دمخکتنې په غونډه کې دکتاب دچاپ د ملاتړ بودجې لاندې  یو پروګرام هم اعلان کړ.