په ننګرهار کي د یو نمانځغونډي خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48521

دخبریدو نیټه : 2012-04-05

د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه وياړي چې د خپلو علمي سمينارونو او نمانځغونډو په لړ کې يوه بله ډېره مهمه کړۍ هم اضافه کوي. دغې ټولنې د څېړندود ارزونې يوه ورځنۍ غونډې او د وتليو څېړونکيو استاد زلمي هېوادمل او ډاکتر عبدالروف رفيقي نمانځوغونډې جوړولو تابيا کړې ده، له دې لارې د هېواد ټولو قدرمنو ليکوالو، شاعرانو، فرهنګيانو او د فرهنګ مينه والو ته په دغه علمي سمينار کې د ګډون بلنه ورکوي.
 ځاى: د قبايلو بڼ، مستوفيت څلور لارې، جلال آباد ښار، ننګرهار.
نېټه: د ١٣٩١ل کال، د وري ٢٢ مه، د ٢٠١٢ز کال د اپرېل ١٠ مه، ورځ: سه شنبه
وخت: د سهار اته بجې.
اړيکې:٠٧٠٠٦٠٠٥٦٤ او ٠٧٠٧١٢٥٨٤٥
د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې له خوا.