تغزل شعري ټولګه چاپ شوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48912
رفیع الله مندوخیل
دخبریدو نیټه : 2012-04-27


 د خیبر پښتونخوا د ځوان نوښتګر او نازکخیاله شاعر غنم رنګ کوچي لومړۍ  شعري ټولګه تغزل تازه له چاپه راوتلې ده .
 دغه شعري مجموعه  په ۱۹۰ مخونو کې په رنګه پښتۍ او ښه کیفیت،  د حميد بابا ادبي جرګې د ۱۰۰۰ ټوکه په شمېر چاپ کړې ده .  په دې ټولګه کې ۱۶۰ غزلې او ۲۰ نظمونه راغلي دي . 
  د غنم رنګ شعرونه  زياتره حماسي او انقلابي بڼه  لري، نوموړي په دغه ټولګه کې  د وطن اوسنۍ ناخوالې راسپړلې  او هیوادوالو ته  يې  د يووالي او  سولي پېغام ورکړی دی .