د ننګرهار پوهنتون کتابتون ته د کتابونو د راټولولو کمپاین

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48977
احمدسیر کاکړ
دخبریدو نیټه : 2012-04-30


درنو او پتمنو هیوادوالو!!
نن د ننګرهار پوهنتون محصلینو د تلیسمیا ناروغانو ته په ننګرهار کی 70000 سی سي وینه ورکړه، ډير نیک او له اجره ډک قدم یې پورته کړی، نو د فیسبوک ځینو په هیواد مینو ځوانانو وپتیله چی محصلینو وینه ورکړه موږ ورته مینه ورکوو چی په همدی ترڅ کې یو پراخ کمپاین پیل شو، تر څو د ننګرهار پوهنتون ته کتابونه راټول او ورته ډالي یې کړو، هغه ګروپونه چې دزړه له تله په دی کمپاین کی یي برخه اخستی، عبارت دی له، د ننګرهار پوهنتون فارغ شوی او برحاله محصلین، په فیسبوک کې د ننګرهار ګروپ، چې پښتو مړه شوه پښتون مړ دی د فیسبوک ګروپ، افغان یون او ګڼ نور.
 درنو او په ولس مینو هیوادوالو !!
غواړو له تیارو راووځو او د هیلو او مرستو دغه سپیڅلی کاروان چی له هر ډول سیاسي غرض څخه پاک دی او یواځی د الله تعالی رضا او د ولس خدمت یې موخه ده خپل مرام ته ورسوو،
 نو له تاسو درنو هیله کووچي په دی برخه راسره مرسته وکړی، له یوه کتابه نیولی تر هر څو کتابونو مو چی وسه کیږی راولیږی چی د یوی پرتمینی غونډی په ترڅ که به ننګرهار پوهنتون ته ډالی شی.
 د کمپاین وروستی نیټه د می 2012 ، 20 نیټه ده .
په ټوله ، علمي، اسلامي او افغاني مینه
په هیواد او ولس مین ځوانان
په لاندی شمیره اړیکه ونیسی تر څو تاسو ته وویل شي چي کتاب چاته او چیرته ور وسپاری
 کابل،
0774463400
siar.kakar@yahoo.com
ننګرهار
0786384857
fazalrabi1@yahoo.com