٢٠_١_١٣٨٣ ل په هالنډ کي ښاغلي سليمان لايق لپاره جوړي شوي غونډي ته د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4905

دخبریدو نیټه : 2005-12-26

لاندنی پيغام په هالنډ کي دښاغلي سلېمان لايق دپاره په يوه جوړه شوې ادبي غونډه کي دبېنوا فرهنګي ټولني داروپا داستازي عبدالله احسان دخوا واورول شو .٢٠ /١ /١٣٨٣

د بېنوا فرهنګي ټولني د دردونو په ژبه د مباركۍ پيغام

د لايزال او كايناتو د خالق په مقدس نامه


د غونډي درنو چلوونكو!
د درنښت وړ پوهانو، ليكوالو، شاعرانو او پتمنو مېلمنو او د غونډي ځانګړى دروند مېلمه اكاډمېسن ښاغلى سلېمان لايق!
زموږ سلام، ادب، مينه او درنښت ومنئ، درنو برخه والو!


او په ځانګړې توګه ښاغلى لايق صاحب! موږ د جګړې له بطنه راوتلي، د لمبو په اوڼيو كي تړل شوي او د وحشت په غېږه كي را لوى سوي زلمي يو، موږ د وخت هغه زده كوونكي يو چي د زمانې د جبر په ښوونځي كي د قهر او غضب استادانو د عقدو له كتابه د كركې درس راكړى دى.
موږ ته د انساني كرامت سره عشق، مينه او محبت ګناه ښوول سوې ده، موږ د انسان له وجوده خوړل كړي او د وينو له سينده هم څښل.
موږ د ايډيولوژيو قربانيان يو او د انقلابونو د سر صدقه.


موږ له كفره سره دښمنۍ هم خوړلي يو، له اسلام سره دوستۍ هم، موږ د شيطان پر لاره هم ګمراه سوي يو، د رحمان پر هغې هم.
موږ وړمه ورځ له كمونيزم سره په ډغره؛ هيواد، فرهنګ او انسان له لاسه وركړ او پرون مو له اسلام سره په دوستۍ كي عفت، ناموس او ايمان .
زموږ څخه زموږ د ځوانۍ ځواك او انرژي ترور سوه، زموږ په استعدادونو، احساساتو، ايمان او عقيده لوبي وسوې، د وخت د سرچپه لوبو په انډوخر كي، لاس ماتي او پښې ماتي سوو، ړانده سوو، كاڼه سوو، وخوړل سوو، وزبېښل سوو.


موږ هم د پرديو دوستانو او هم دښمنانو په پښو كي لتاړ_لتاړ او چيخ پيت سوو.
موږ په خپلو غوږونو د خپلو خوندو د عزت د ليلام چيغي او نارې اورېدلي دي.
موږ د خپلو ميندو د عفت د تجارت د تودو بازارونو نندارې كړي، موږ ته اوس هم د خپلو ورېندارګانو او ښځو د ناموس له لوټماره شينكي آسمان پېغورونه راكوي.


آخر موږ لا ولي ژوندي يو، د څه لپاره ژوند كوو؟ زموږ ژو ند څه مانا لري؟ موږ د كوم آرمان لپاره لاس پښې وهو؟
آيا موږ د خپلو خوندو د عزت، خپلو مندو د عفت او د خپلو ښځو د ناموس جبران كوو؟ آيا دا كار ممكن دى؟ كه ممكن نه وي، آيا بې عزته، بې عفته او بې ناموسه ژوند هم كېداى شي؟
ته به وايې چي لكه د پيشي اووه ساوي مو دي چي په اووه ځله وژلو نه وژل كېږو.


موږ چي پرون د كمونيزم پر وړاندي ډغري وهلې، نو لوېديځوال امپرياليزم آفرين راته وايه، هڅولو يې، نازولو يې او خوځولو يې، نن چي موږ د كمونيزم د ښامار سر غوڅ كړى، نو موږ هماغه د لوېديځ اتلان او نازولي بېرته د هماغه لوېديځ او امپرياليزم د وحشت او غرور په بټۍ كي ويلي كيږو.


كه نور هر څه پرېږدو او نن يوازي له ښاغلي لايق سره د زړه خواله وكړو، نو څه به درته ووايو لايق صاحب!؟
پرون زموږ پلرونه او مشران ورڼه د لوېديځ په مرسته ستا پر وړاندي جنګېدل، تا هغوى ځكه وژل چي هغوى د امپرياليزم او توري ارتجاع په پلوۍ ستا د نوي او طبيعي ايډيولوژۍ پر ضد جګړه كوله، خو نن د هماغه امپرياليزم د B52 ډوله بلاوو له خېټې پر موږ شل ټنه بمونه اوري او ته يې تر تتۍ لاندي په ژوند كولو راضي يې.


زموږ هماغه جهادي رهبران چي پرون يې زموږ مشرانو د ژوند د ټولو ارزښتونو په بيه د سرونو بلا اخيسته او د كمونيزم پر وړاندي يې د هغوى په لارښوونه د جهاد د سنګرونو ګرمۍ ته نړۍ هېښه كړې وه، نن يې زموږ د ميليونونو انسانانو شهيدي ككرۍ د كمونيزم ميراث خوري(روسيې) ته وروبخښلې او د هغوى سپېڅلي ويني يې ورته خرابات كړې، نه يوازي دا چي رډي_رډي سترګي يې پرېښوو، بلكي په سترګو كي يې د خپل جنايت او خيانت ايرې راوپاشلې، نن موږ شوكوره يو، نن زموږ څخه د ګناه او ثواب لار وركه ده، آخر د ګناه او ثواب معيار څه دى؟

ثواب څه ثواب لري او ګناه څه عذاب؟

د ثواب ګټه څه ده؟

 او د عذاب تاوان؟

ثواب ښه دى كه بد؟

 او ګناه ښه ده كه بده؟

 ښه او بد څه توپير لري؟

 موږ كومه لار ونيسو؟

 د څه لپاره؟

 دا هر څه ته د چا په عينكو كي وګورو؟

 د كفر كه د اسلام؟ د كمونيزم كه د اخوانيزم؟ دا كار بيا وكړو؟

كه دا ونه كړو، څه وكړو؟ څوك مو دوست دى او څوك مو دښمن؟
دا دوه څه توپير لري؟ كه په توپير ورته قايل شو، ګټه به مو څه وي؟
موږ خو د كفارو او مسلمانانو دواړو په دوستۍ او دښمنۍ دواړو كي تاوان كړى دى، آخر زموږ چاره څه ده؟ زموږ شاعر په دې باب ډېر ښه موزون ږغېدلى دى:

كه د آمو د لاري كه پر پنجاب راغلى
د انقلاب په نامه خانه خراب راغلى
زموږ د ژوند سيمه يې زير و زبر كړه همه
يو له رواجه بهر، بل بې كتاب راغلى

ببرك كارمل و، كه پروفيسر رباني، ډاكټر نجيب و كه ګلبدين حكمتيار، مسعود و، كه ملا عمر د ټولو عملونه ښه وو كه بد، موږ ته يې يوه پايله لرله؛ ورانى، تباهي، انسان وژنه، بې عزتي، رسوايي، د ټولي نړۍ پر وړاندي مطلقه بدنامي، بې باوري او خجالت.
هغه ښه دى كه دا؟ يا هغه بد دى كه دا؟ موږ ته بې توپيره ده، هغه هم زما د وطن زوى و دا هم، هغه هم د دې خاوري د مور شيدې رودلي وې، دې هم. هيڅوك دا حق نه لري چي موږ ته يو ښه وښيي بل بد، يا به دواړه ښه وي يا دواړه بد.


خو اوس موږ څه يو؟ موږ د خپل ټول بې هويسته، بې پته، بې عزته، رسواعالم او بدنام، وحشي او بې تمدنه ژوندانه سره_سره بالآخره مسلمانان يو، مسلمانان په دې مانا نه چي زموږ رهبرانو د مسلمانۍ چيغي وهلې، نو موږ مسلمانان هم يو، يا مو جهاد كاوه، ځكه مسلمانان يو، يا مو اسلامي دولت، اسلامي جمهوريت، اسلامي نظام او اسلامي امارت درلود، نو ځكه مسلمانان يو، نه هيڅكله هم په دې خاطر نه، موږ ځكه مسلمانان يو چي زموږ فطرت مسلمان دى، د څوارلس سوو كالو راهيسي زموږ فطرت مسلمان سوى دى، زموږ د فطرت تر مسلمانېدو وروسته بيا موږ ته بله داسي ايډيولوژي او مذهب په مخه نه دى راغلى چي تر اسلام يې حقانيت راته په زبات رسېدلى و، كه داسي سوي واى نو خامخا به مو منلاى. د نورو ايډيولوژيو مبلغينو كه ماته خوړلې ده، نو ايډيولوژي يې هم ورسره ماته سوې ده، خو د اسلام مبلغين په تېره بيا معاصر هغه يې كه تر بل هر چا ډېر بدنام، رسوا او غوټ مات سوي دي، خو د اسلام حقانيت او پرتم پر خپل ځاى پاته دى.


موږ په دې خاطر د تكبير ږغ نه پورته كوو چي ګواكي نن زموږ د جهادي سرغنګانو له مردارو خولو څخه د دې ستر او سپېڅلي شعار چيغه راوزي او موږ يې ورسره بدرګه كوو، بلكي دا هغه د تكبير ږغ دى چي زموږ د پيدايښت پر مهال مو په غوږونو كي زمزمه سوى دى او د مرګ تر بريده مو په زړه، ضمير او ذهن له شوره ډك ساتي، كېداى سي همدغه څه وي چي د ژوند يو نرى چانس لرو، دا د ملا، طالب او بل نني مسلمان غوندي تنګه تروشه، كرغېړونه او ترينګلې مفكوره نه ده چي په ځان و جهان اور پوري كوي، د بدنامۍ، رسوايۍ او كركي داستانونه پنځوي، بلكي دا هغه پراخه، له تنګنظرۍ او تعصبه خلاصه ايډيولوژي ده چي ټول كاينات پخپل چوكاټ كي ځايولاى سي.


نن كه موږ د ښاغلي سلېمان لايق نظم او شعرونه پخپله مجله كي خپروو، نو ځيني خوارځواكي، تنګنظره او ساده وګړي مو رټي، ځكه زړه يې راباندي سوځي، په دې چي دوى وايي: د سلېمان لايق په شعر كي زهر ګډ دي.


موږ ته خندا راځي ځكه دوى ساده ګان نه پوهيږي چي موږ د زهرو هغه منګوټى نوش كړى دى چي نن مو په ټول وجود كي د وينو پر ځاى زهر جريان لري، كه د سلېمان لايق شعر ټول زهر_زهر هم شي، لا به هم زموږ وجود ته ګواښ پېښ نه كړي.


موږ وايو چي جهادي زما د وطن د مور زوى دى، ملا زما د خاوري بچى دى، طالب مو د وطن د خور لالۍ دى او سلېمان لايق مو د هيواد د سترګو تور او د زړه سر دى، موږ د چا سره د دښمنۍ نيت نه لرو، پرېږدئ چي نورو زموږ سره دښمنۍ وكړې، پرېږدئ چي نورو پخپلو وينو اوبه كړو، هغو كه ښه كار نه وي كړى، نو موږ هم بايد دا بد كار ونه كړو.


پرېږدئ چي سلېمان لايق مو د ملا او طالب په دوستۍ كي ورټي او ملا و طالب مو بيا د سلېمان لايق په يارانه كي بېخي ووژني، خو موږ د خپل وطن د مور د زامنو دښمني پر سر نه سو اخيستلاى، زموږ لمن پراخه ده، زموږ ذهن پراخ دى او زموږ د ايډيولوژۍ چوكاټ پراخ دى.


موږ د خپل افغاني فرهنګ ساتني د سنګر سربازان يو، دا سنګر كه هنرمن او بافرهنګه ملا او مجاهد راسره پالي هم سترګي ورته سپېلنى دي كه يې ښاغلى سلېمان لايق راسره ګرم ساتي هم دي يې د مور شيدي سي.


تر هغه بريده چي ښاغلى لايق نه يو هېر كړي، پخپلو پيغامونو، شعرونو او هنرونو يې ياد كړي يو نو كورودانى ورته وايو او د نور لاسنيوي هيله هم ځني كوو.


نن ( ښاغلي کريم لمر ) يو ډېر پر ځاى ګام واخيست، چي زموږ دا سپين ږيرى هنرمن، دا زموږ څخه ليري او پردى سوى هنرمن يې په ياد سو او د ده د هنر د درنښت پر ځاى كولو لپاره يې پر ځاى هڅه وكړه، موږ ورته آفرين وايو، موږ له ګړوب كندهار او خرابه افغانستانه د دا ډول پر ځاى هڅو ملاتړ او مرستندوى يو (په هغه صورت كي چي اړتيا راته پېښه سي.)


په پاى كي خپل دا شعار پورته كوو چي:
موږ د خپل وطن د مور د زامنو په دوستۍ كي د هر ډول بدنامۍ پېټي ته اوږې وركوو، هغه كه هر څوك وي، تور وي كه سپين، ژړ وي كه خړ، شين وي كه سور، زموږ ټول سر و سترګي دي، خير دى كه موږ نه يو سلامت، نو زموږ دا سرو سترګي خو دي الله راته سلامت لري.

نېكمرغه دي وي دا بانډار او دا مجلس
د خداى په آمان!
پر الله مو سپارو!
ښې چاري!

د بېنوا فرهنګي ټولني فرهنګي جرګګۍ
ګړوب كندهار
خرابه افغانستان
١٩ / وری/١٣٨٣ لمريز