سويډن دمالمو ښار
د۲۰۱۲ م کال دمی ۵
دخواشينۍ اوډاډگېرنې پيغام
نن مودډله ايزو رسنيو له لاري خبر ترلاسه چې له غرمې وروسته د جمهوري ریاست ددفتر د پالیسیو د ریاست او افغانستان د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر صبغت الله سنجر له خپلې لور او ډرېورسره يوځاي په یوه ټرافیکي پېښه کې په حق ورسېد.انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد صبغت الله سنجر د هېواد په سياسي ډګر کښې ځلانده څيره وه .هغه تر ډيره بريده دافغانستان د سياسي اوټولنيزودمسائيلو په اړوند دژورفکر اودرک اومستقل نظر خاوند شخصيت وو.
ارواښاد صبغت الله سنجر په حربي ښوونځۍ، پولیسو اکاډمۍ او دکابل پوهنتون د حقوقواوسیاسي علومو په پوهنځۍ کې زده کړي کړې.
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښاد صبغت الله سنجر بې ځايه اوناببره مړېنه ،دارواښاد دغمځپلې کورنی ،دوستانو، علاقمندانو اوافغان روڼ اندولپاره لويه ضايع بولي اوله ټولوسره پدې ستر غم کي شريک بولي د لوی خدای ( ج ) له دربار نه مرحوم صبغت الله سنجر اودده سره مړوکسانوته فردوس جنت او کورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوو.
روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله
دټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازيتوب
حبيب الله غمخور