بسم الله الرحمن الرحیم
سحرگه وه د نرگس لیمه لانده څاڅکي څاڅکي یې له سترگو څڅېده
ما وې څه دي ښکلیه گله ولې ژاړې ده وې ژوند مې دی یوه خوله خندېده
(نازوانا )
چې پيداشوې تا ژړل خـلکو خندل
داسـی مړ ( شوې ) چې ته خاندی خلک ژاړي
دمئ میاشتي په لسمه نیټه مي دلراوبرپه ویبپا ڼه کي د یوه نومیالي زړه ور او ویاړلي ملي شخصیت ارواښاد ډاکټر اسدالله ، د مړینې خبر ولوست . د زړه مي درب درب سو ؛ ټول بدن مې په لړزه شواوخولې راباندې ماتې شوي .حافظه مې دلاسه ورکړه .داځکه چې په متن کي د ډاکټر اسدالله ستانکزي د نوم په ليدلو مي باور نه راتلو. که څه هم داغمجن خبرسترګولیدلوخوحافظي ورسره نه منله . سمدلاسه مې نوروویبپاڼولکه ددعوت ویبپاڼه اودبینواویبپاڼې ته ورمخ شو. خبر تاييد سو چې ارواښاد په ناڅاپۍ توګه د اوتريش په مرکز وين (ويانا) ښار کې ددې فاني نړۍڅخه سترګې پټې کړې .
انالله و اناالله راجعون
زما باور نه راځي چي هغه د دنګي وني ، اوږدو،توروځلانده څڼو او موسکا څخه ډکي څېرې خاوند دي مړ سوئ وي . نه، هغه به تل ژوندی وي . داځکه چې که څه هم دارواښادپه شان دعلمي شخصیتونود مړيني بد خبرموږټول ځوروي ، کورنۍ او دوستان يې ژړوي او د وير پر ټغر يې کښېنوي مګر په حقيقت کي داسي شخصيتونه د تل لپاره زموږ په زړونو کي ژوندي دي .
د ارواښاد، دناڅاپۍمړينې خبر ترټولوماځکه دومره ډیرځوروي چې دیوې خوا مې د ارواښاد سره یوځای د وین په ښارکې لکه دوروڼوپه شان مینه ناک ژوندتیرکړی دی اوبلخوادپښتوژبې د پرمختګ په تړاوتل په یوه همغږي فکرسره وو . همدالامل دی چې زه ځان پوروړی ګڼم چې دخدای بښلي په یادڅوکرښې ولیکم : دارواښادپه هکله لیکل اوویل ډیردي . خوپه لنډه توګه به زه دیوه ساینس پوه په توګه ځینې خاطرې دلته یادې کړم :
ارواښاد،دافغان ولس یووتلی طبي ډاکټر، فرهنګي شخصیت ،د پښتو ژبې تکړه خدمتګار ، اوپه وطن او خپلواكۍ مین ملي شخصيت وو. دارواښادمړینه نه یواځې دافغان ولس او د نړۍ ټولو پښتنولپاره بلکې په خاص توګه دافغان طبي ډاکټرانواوساینسپوهانولپاره نا جبرانيدونکې ضايعه ده .
ارواښادپه یوه شریفه،روشنفکره او دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی اوزه هغه اومحترمه کورنۍ يې دکوچنيوالي څخه پيژنم . داځکه چې دکابل ښارپه بې بې مهروناحیه کې زموږدکورنۍسره ګاونډیان وو. هغه مهال چې زه دویانا په ښارکې وم نودلوی الله ج رضاوه چې یوځل بیا دمهاجرت په دوره کې سره مخامخ شوو. دارواښادهغه ستره مینه چې دپښتوژبې دپرمختګ په هکله یې درلوده په ماباندې ډیره اغیزه وکړه . ترکومه ځایه چې زماپه فکرکې پاتې دي نو د ارواښادپيژندنه په لاندې ډول څرګندولای شم .
۱- ارواښاد ډاکټر اسدالله تل د ولس په چوپړ کي وواودخبروپر ځای یې کړه وړه خوښیدل اوپخپله یې هم عملي ګامونه اخیستل . دشعارورکولوپلوی نه وه . دبیلګې په توګه ارواښاد په افغانستان کې دکان اوتیلوداستخراج په موخه دسلواک هیواد مرسته اورضایت دشخصي اړیکوپراساس ترلاسه کړ .
۲- ارواښاد که څه هم په خپل طبي مسلک کې ډیربخت وه خوسره دهغې به يې هم په ډیرو فرهنګي غونډو کې ګډون کولو . خدای بښلی نه یوازې په خپله ډاکټرۍڅانګه کې ژوره پوهه ترلاسه کړې وه بلکې په څنګ کې يې سیاسي مبارزه هم دژوندیوه برخه کرځولې وه . په کلتوري اوفرهنګي غونډوکې یې تل فعاله برخه اخیستله اویابه یې پخپله جوړولې .
۳- داسلام بنسټیزآرونوپه عملي کولوکې یې دمشرانو احترام کولواوپه کشرانویې مهرباني کوله .
۴- په ملګرتیاکې ډیروفاداراوپه وعده ټینګ وه ، خوراننګیالی ،سپین زړه ،خوښ طبیعته اوصادق افغان وو، زړه سون اوسوله غوښتونکی وو، دملي روحی پالونکی وه ، دپښتوژبې ادب لیوال وه
۵- ملي ګټو ته ژمن شخصيت و،چې دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ اوځلانده برخليک لپاره يې پرلپسې هلې ځلې کولې . دبیلګې په توګه دافغان ولس کلتوري ټولنې په هڅه د ويانا په ښوونځيو کې د پښتو ژبې او ادبياتو د زده کړې پيل دارواښادیوه غټه لاس ته رواوړنه په ګوته کولای شو.
۶- میلمه پال ، ننګیالی ، رښتونی اودډګرسړی وو. سپینې خبرې به یې کولې .خودسیاسي بحث په وخت کې به دخپل هدف څخه چاته نه تیریدلو ،چې داهم دیوه ځیږ پښتون ځانګړی خواص ګڼل کیږی .
لوى څښتن (ج) په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي :
كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ
ژباړه : هر نفس د مرګ څکونکئ دى.
دپورتني آیت شریف سره په تړاوکې دیوې خوادرب العالمین امر منو، خودبلې خو ا دارواښادیوه ډیرمینه وال ملګري په صفت، دهغه نه شتون مابې حده ځوروي . داځکه چې ارواښادپه ډیره تنکۍ ځواني کې دستانکزي کورنۍ اودسلطانزي کورنۍ څخه پاني نړۍ ته ولاړ.
میندې راوړي ډيرزامن ډيراولادونه
يویادوه پکې افلاطون یا سکندرشي
(ارواښاد ګل پاچا الفت )
زړه مې ډير څه غواړي چې د هغه د ژوند ليک اوپښتوژبې ته دخدمت په تړاووليکم خو ريښتيا خبره دا ده چې اوس زما د زړه زور هم اوبه شوی دی .
دخپلې ژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې مراتب د ارواښادشریفې کورنۍ ،دوستانو،اشنایانو اوهمکارانوته وړاندې کوم . د خدای بښلي د رحلت وير او ماتم يوازي د هغه مرحوم پّه سترې او درنې کورنۍ کې محدود نه دی ، دلته موږ او نور بې شمېره دوستان او ملګري يې دهغه نه شتون د درانه غم او درد پر ټغر ناست يو .
په پای کې دسلطانزي ټوله کورنۍ ددې درانه غم او ستریِ ضايعې په مناسبت د ارواښاد معززیِ کورنۍ ، خپلوانو او بېشمېره ملګرو او دوستانو ته دلوى الله پاک ج له سپېڅلي دربارڅخه دجميل صبر اوارواښاد ته دفردوس جنت غوښتنه کوي.
امين يارب العالمين
روح دې يې ښاد وي
(په درنښت )
دجرمني هیواد :
نیټه : دمئ میاشتې دوولسم ۲۰۱۲ز کال
دسلطانزي کورنۍ په استازیتوب