افغانستان د ۲۰۱۴ څخه وروسته! په جرمني کي سمینار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49237

دخبریدو نیټه : 2012-05-13


د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټه د برلین د سوسیال ډیموکراټ ګوند د نړیوال سیاست او سولې د څانګې په ملاتړ تاسو ته بلنه درکوي
درنو ښاغلو او آغلو!
د افغانستان په اړه خبرې اترې په جرمني او په نورو هغو هېوادونو کې چې د آیساف په میشن کې برخه لري، د هغوی د خلکو د غوښتنې پر بنسټ وي. د دغه هېوادونو خلک غواړي چې د دوی پوځیانو د لس کلنې بې پایلې جګړې څخه وروسته ژر ترژره له افغانستان ووځي.

سره له دې چې په افغانستان کې د ملي اردو او پولیسو تعمیراتي واحدونو د شمېر پر بنسټ زیات شوي، خو لا تر اوسه هم ځینې ستونزې شته چې باید پاملرنه ورته وشي. لکه د روزنې د پروګرامونو نه شتون، د پوځي ځواکونو مالي ملاتړ، په پوځ کې د بېلابېلو ټبرونو غیرمتوازن شتون، په ځانګړې توګه ډېرګړی پښتون ټبر چې په پوځي ارګانونو کې په ټیټه کچه تر سترګو کېږي.
په دغه ورکشاپ کې د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټه د مدني ټولنې په اغیزمنتیا چې کولای شي «د شخړې وروسته په حالت کې» اغیزمن وي، خبرې کوي. دغه ورکشاپ د غیردولتي ټولنو په ګډون جوړېږي او د امریکې او فرانسې څخه به ځینې نامتو څېړونکې هم ګډون پکې وکړي. دوی به لاندې موضوعات وڅېړي (پروګرام وګورئ):
-         تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان بیارغونه
-         د ایساف تر وتلو وروسته د پرمختګ په وړاندې ستونزې او آسانتیاوې
-         د افغاني مدني ټولنو راتلونکی دریځ
موږ تاسو ته بلنه درکوو چې په دې غونډې کې چې د ۲۰۱۲ کال د جون په ۳۰ په برلین کې د ډیموکراسۍ په کور کې جوړېږي ګډون وکړئ.
ځای: Haus der Demokratie und Menschenrechte - Robert-Havemann-Saal
Greifswalder Straße 4, 10405 Berlin
نېټه: د ۲۰۱۲ کال د جون ۳۰ د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماښام تر ۱۸:۰۰
ژبې: آلماني او پښتو د ژباړې سره
د ګډون ونډه(د څکونکو او د غرمې د ډوډۍ په ګډون):
۵ یورو                            د افغانستان د کمیټې د غړو او محصلانو لپاره
۱۰ یورو                           د نورو لپاره
د اداري ملحوظات له کبله له تاسو هیله کېږي چې د خپل ګډون فارم د ۲۰۱۲ کال د جون تر ۱۵ مخکې موږ ته راوستوی، یا هم په لاندې برېښنالیک موږ ته د خپل راتګ پخلی وکړئ.
برېښنالیک: rahimsafi@t-online.de
موږ ستاسو د راتلو په تمه یو!
په درنښت
د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټه