دپنځه اتيام پسرلی دپيل په وياړ دمبارکۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49454
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2012-05-23

د۲۰۱۲  ز کال دمۍ ۲۳ مه 

داڅېرې دهېرېدوندي

دپنځه اتيام پسرلی دپيل په وياړ دمبارکۍ پيغام

دمبارکی داپيغام دمرحوم بينواصاحب په لنډو خوپخوټکوراپيلوم :ښاغلی عبدالرحيم هاتف دپښتوپوه، متين اومفکرليکوال دئ . ښاغلی عبدالرحيم هاتف په خبروکي دپاوه منطق او استدلال خاونددئ .

موږ ټولوافغانانوته گران اودقدروړ هاتف صاحب!

دخواږه اوله برکتونوډک عمر پنځه اتيام پسرلی پيل مونېکمرغه اومبارک شه!

په سويډن کښي دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز،ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب ددغه پيغام په وسيله چي زموږ دافغاني اووطني ميني،احساس اوستاسوپه خوړاندي  نېکو هيلواوارزوگانودر رسوونکۍ دۍ  تاسوزموږ دهيواد پياوړی ،پېژندل شوی او ټولوافغانانوته گران هڅاند اوپر وطن مين اونه ستړي کېدونکي افغان دمرحوم بينواصاحب په ژبه پښتو پوه متين اومتفکر ليکوال عبدالرحيم هاتف صاحب ته په افغاني مينه اودرناوي سره ددوي دژوند دپنځه اتيايم پسرلی دپيل اوپدې موده کښي دوطنی چوپړ په  ډگرکښې دنه هېرېدونکوبرياوواولاسته راغلو وياړنوپه مناسبت  دزړه له کومې مبارکی اونېکې هيلي وړاندي کوم .

پر ځای يې بولم تر هر څه وړاندي د هېواد ټولو هغو فرهنګي ټولنو اوعلمي شخصیتونوڅخه دکور ودانی په ويلوسره مننه وکړم کوم چې په هيوادکښي دننه اوله هېواد نه بهريې د مهاجرت او پردېسۍ له ګڼو ستونزوکړاو نوسره  تاسودخپل هېوادديووتلي اونوميالي شخصيت په توگه په خپلو زړونوکښي تل يادساتلي ياست .

زه ستاسو ديوه کشراوهغه چاپه توگه چي ستاسوسره دهرځل لېدونه دژوندپه مختليفو برخوکښي ډير څه زده کړي ددې شاهدي ورکوم ،که تاسودخپل هيوادسره دصاداقانه اوبې علايشه پاکي دوستۍ اوددې کړېدلي ولس دملي افتخاراتواوملي گټودساتلوپر بنياد دڅوگوتوپه شميرهغوکسانو هيرسوی ياست  کوم چي دبل په مټ دقدرت  پر نيلی سپاره دی،نوردهرافغان اوهر وطنپرست افغان روڼ اندي پر ژبه ستاسو نوم اوستاسودملي هڅواوچوپړقيصې ژوندی پاتې دي .

کاشکې موږ تاسوغوندي يوڅومشران درلوداي!

وياړپه تاسو!

درنوهيوادوالو!

په بهرکښې ددغه شان علمي اوياړلي ملي سياسي شخصيتونودرناوی اوياددقدر وړکاردی .موږدهرهغه چااوپه ځانگړې توگه دژواک ويب پاڼې له مسول نه دزړه له کومې مننه کوو،کوم چي ددې منلي شخصيت ددرناوی اوعزت ساتلوپه موخه ئې دخپلو هيوادوالونه وغوښتل ترڅوددې وياړلي شخصيت دپنځه اتيامې کاليزي په جشن کښي دپيغام لېږلوپه بڼه برخه واخلي .

زموږ ډيره گيله داده! چي متاسفانه زموږ دولتی  مشرتابه اوپه افغانستان کښي ډيري اړونده ادارې اوټولنيز سازمانونه دخپلو ژونديوعلمی اوسياسي شخصيتونوله درناوي اوهڅونې نه ډډه کوي اوټول فکرئي هغوچارو ته دی کوم چي يوازي ددوي گټوته گټه رسولاي سي .

اړينه خوداوه چي ددې علمی اوسياسي پېژندل سوی شخصيت پنځه اتيايم  پسرلي دپيل  په وياړدافغانستان په پلازمېنه کابل اوکندهارکښي دجمهوري رياست،پارلمان ،علومواکاډمۍ اونوروټولنيزواوسياسي سازمانوپه گډه هڅه يوه درنه غوډه جوړه سوې واي اوزموږ دې له هيوادنه مسافرملي سياسي شخصيت  ته ئې پدې غونډه کښي دگډون بلنه ورکړې واي .

افسو س اوسل ځله افسوس !!!چي دقاتلانواوله ملت نه په واټنوليروکسانوپه درناوي اويادغونډوټول دولتي ادارې اوسازمانونه  ستړي شې،خوهغه څوک چي دخپل ژوندله ټول مادي اومالي امکانات ئي په هيوادکښي دملي تفاهم سولي اوثبات قرباني کړل ،هيراوپه بهرکښي لکه نورمنلي علمی اوملي شخصيیتونه دکډوالۍ شپې اوورځې تيره وي .

په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگی مرکز،ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره دزموږ دهيواد ددې پېژندل سوی شخصيت ،ملي ،علمي او فرهنګی  چوپړاوهڅو ته دقدرپه سترگه گوري .

په آخرکښي يوځل بيا ددغه هڅاند اونوښتګرملي شخصيت  ښاغلي هاتف صاحب  دخواږه  ژونددپنځه اتيايم  پسرلی دنيکمرغه پيل په منابست دمبارکيو په ويلوسره دلوي اوبې نياز څښتن له درباره نه  دهيواد دې پېژندل شوی علمي اوسياسی شخصيت ته دخواږه،له عزت ،شراقت نه  ډک  اوله روغتياسره مل اوږده نېکمرغه ژوند ددوام وغوښتنه کوم . ومن الله التوفيق

دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب اله غمخور