د ولس مشر ورور محمود كرزي د ده او د ده كورنۍ په اړه د نيويارك ټايمز د وروستۍ ګڼي څرګندوني رد او بې اساسه وبللي .
محمودكرزي نن په كندهار كې په خپل كور كې يوي خبري ناستي ته د عينو مېني ، د ده او شاولي كرزي تر منځ پر اختلافاتو او نورو څرګندونو په اړه د نيويارك ټايمز څرګندوني د دې ورځپاڼي هغه هڅه وبلل چې غواړي د نورو په اشاره په افغانستان كې سياسي مخالفتونه را منځ ته كړي او د بې اساسه څرګندونو له لاري د دوى كورنى بدنامه كړي .
محمودكرزي وويل ده ده خولي شوي څرګندوني هم دروغ دي او ده دا ډول هيڅ خبري نيويارك ټايمز ته نه دي كړي .
نيويارك ټايمز د تېري دوشنبې په ورځ په خپله وروستۍ ګڼه كې د كرزي د كورنۍ د اختلافاتو په اړه يوه مقاله ليكلې ده .
مقالې ويلي دي چې د كرزي كورنې د شخصي ګټو او پيسو ګټلو دپاره د نورو بنسټونو له لوري د پرمختګ مخه نيسي او منفي رقابت پالي .
مقالي د محمود كرزي او شاولي كرزي تر منځ د عينو مېني پر سر د يوې رامنځ ته شوي لانجې يادونه هم كړې ده او ويلي يې دي چې شاولي كرزې د عينو مېني پنځه پنځوس ميليونه افغانۍ هم خپل شخصي اكاونټ ته انتقال كړي دي چې په دې سره يې د محمود كرزي سره لانجه رامنځ ته كړې ده نيويارك ټايمز محمود كرزى د عينو مېني د ځمكي په غصب هم تورن كړى دى او وايې چې دا ځمكه يې د ملي دفاع د وزارت څخه لاندي كړې ده .
محمود كرزي د نيويارك ټايمز ټولي څرګندوني بې اساسه وبللي او نيويارك ټايمز ورځپاڼه يې تورنه كړه چې د دې مقالي په خپرولو سره يې د ده نامه ته زيان ورسوى او ويې ويل چې په دې سره يې د ده په اړه د خلكو ذهنونه مخشوش كړي دي .
محمود كرزي وويل چې د عينو مېني په جوړيدو سره د خپلو څلورو نورو پانګي شريكانو په ملتيا افغانستان او كندهار ته افتخار ور بخښلى دى او د دې ښارګوټي ټول كار يې په قانوني ډول پر مخ بېولى دى .
محمود كرزي وويل چې د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ دپاره كار كوي او هر څه په صادقانه ډول سره پر مخ بيايي .
محمود كرزي د نيويارك ټايمز هغه خبره چې وايې محمود كرزي د كابل بانك په سقوط كې لاس درلود هم رد كړه .
محمود كرزي د احمدولي كرزي په اړه چې يوه كال مخكي ووژل شو هم د نيويارك ټايمز د پخوانيو ګڼو ليكني دروغ وبللي .
كرزي وويل چې نيويارك ټايمز د امريكا په متحده ايالاتو كې د هغو كسانو سره لاس لري چې نه غواړي امريكا په افغانستان كې وي او افغانستان پرمختګ ونه كړي .
محمود كرزي وويل چې نيويارك ټايمز په دا ډول ليكنو او مقالو سره خپل بازار تود ساتي .
هغه وويل كه يې د نيويارك ټايمز سره د دعوې كولو توان درلودلاى نو خپله دعوه به يې كړي واى ، په وينا يې چې نيويارك ټايمز ورځپاڼه زيات قوت لري .
څه موده مخكي د كابل بانك مشرتابه هم پر محمود كرزي پسي تور ولګاوه چې د دې بانك نه وړى پور يې نه دى وركړى خو محمود كرزي دا څرګندوني رد كړې او ويې ويل چې خپل ټول پور يې يو نيم كال مخكي وركړى دى .