دخواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49721
الحاج غرزی خواخوږی
دخبریدو نیټه : 2012-06-07

 نيټه: ۱۹/۳/١٣۹۱ - ۸/٦/٢٠١۲
کابل - افغانستان

په خورا خواشينی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هېواد نامتو سندرغاړی او تل پاتی هنری څیره استاد عبدالمحمد هماهنګ د اوږدی ناروغی له کبله د کابل په ښار کی په حق ورسيد.
انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد د کوچنیوالی څخه په هنری فعالیت پیل کړی او څه د پاسه پنځوس کاله یی خپل ګران عمر په هنری فعالیتونو وقف کړی او په سلګونو سندري ويلی چی په هیواد او بهر کی د افغانانو د قدر او مننی وړ ګرځيدلی دی.
ارواښاد استاد هماهنګ د عمر په اوږدو کی په لسګونو هنری شاګردان روزلی، په سلګونو د ښادی مراسم یی لا ښاد کړی او د غوره سندرغاړی لقب یی تر لاسه کړی ؤ.
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی مشرتابه پلاوی او ټول غړی د ارواښاد هماهنګ مړينه يوه لويه هنری ضايعه بولی، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورنی، کلتوری او هنری ټولنو ته د خواخوږی مراتب وړاندی کوی.

روح دی ښاد وی

په درنښت،
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی مشر