دپاک ـ افغان دخلکو بنسټ دجوړیدو په اړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49789
اجرائیه شورا
دخبریدو نیټه : 2012-06-11

 

د مدني ټولنې د همغږۍ  مرکز اعلامیه

۱۳۹۱ لمریزکال د وږي ۲۲ نېټه
کابل
 
درنو هېوادوالو!
 افغانستان د خپل معاصر تاریخ له یوه ډېر  حساس پړاو څخه تیریږی. له یوه لوري افغانانو ته د امنیتی چارو دلېږد موضوع او بل لوري ته د بهرنیو ځواکونو د وتلوخبرې کیږي . همداراز وینو، چې دافغانستان ا وګاونډیو هېوادونو تر منځ هم اړیکې په ښه حالت کې نه دي . پرافغانستان او افغانانو راز راز تیري روان دي ، له   فرهنګي یرغل څخه رانیولې دتوغندیو تر بریدونو او وژنو  پورې ؛   دهېوادسوداګري، ترانزیت او اقتصادي وده له خنډونو سره مخامخ ده   او  په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال  له بېلابېلو ستونځو څخه کړیږ ي . 
په داسې حالاتو کې د مدني ټولنې مکلفیت  دی،  چې د ملي ګټودساتلو، د هېواد او هېوادوالودستونځو لرې کولو او د ټولیزو ارزښتونو دخوندي کولو  په خاطر خپلی هلې ځلې او مدني کړنې  په ملي او نړیواله سطح ترسره کړي . په دې  لړ کی د افغانستان د مدني فعالینو یو ۱۵ کسیزپلاوی پښتونخوا ته یو لنډ سفر درلود ،چې د پاکستان د مدني ټولنې له فعالینو سره یوځای په موجوده ستونځو بحث وکړي او د حل په اړه یې په ګډه دخپلو هڅو پیل اعلان کړي . 
هلته ،له دوه ورځنیو  خبرواترووروسته   د دواړو    ولسونو د سوکالۍ، امنیت او پرمختیا لپاره اوددواړه هېوادونو د مدني  ټولنې تر منځ د پیاوړیو اړیکو او همغږ ۍ رامنځ ته کولو لپاره یو ګډ جوړښت د پاک- افغان خلکو بنسټ یا( پاک ـ افغان پیپلز فورم) په نوم د لاندنیو موخو د لاسته راوړلو لپاره اعلان شو: 
۱: د دواړوخواوو د ولسونو تر منځ اړیکو ته پراختیا ورکول .
۲: دروغتیا، پوهنې  ، کرنې  او ظرفیت لوړولو لپاره کار کول .
۳: د سوداګرۍ ، ترانزیټ او ټکنالوژی د راکړې ورکړې لپاره کار کول .
۴: بشري حقونو ته وده ورکول ،په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو حقونو ته پام کول .
۵: د لوبو، هنر، فرهنګ او ادبیاتو ودې  ته کار کول .
د اوسنیو لویو ستونځو په نظر کې نیولو سره  په پاکستان او افغانستان کې د مدني ټولنې استازیو په یوه غږ د پاکستان له حکومته وغوښتل چې :
۱: د افغان زدوکوونکولپاره  ۴.۵ میلونه دښوونځیو کتابونه چې  له ۵ میاشتو راپه دې خوا د کراچۍ په بندر کې بند دي ډیر ژر را پریږدي  ،چې  افغان ماشومان  له لیک او لوست څخه برخمن شی.  له دې غوښتنې سره سم داسې خبرونه خپاره شول ، چې دپاکستان چارواکیو ددغو کتابونو دپریښودو امر ورکړی دی .
۲: د کډوالو په بېرته ستنېدنه کی بېړه ونه شي او د بشري حقونو او دکډوالوپه اړه د منل شويو نورمونو په رڼاکې ښايي  ورسره چلند وشي.
 دمدني ټولنې دهمغږۍ  مرکز به هڅه کوي ، چې دسیمې او نړۍ دنورو هېوادونو له مدني ټولنو سره هم خپلې اړیکې ټینګې کړي او په دې لړ کې به خپلې نورې هلې ځلې جاري ساتي ، چې له هرپرمختګ څخه به خپل درانه هېوادوال هم خبروي .
 
درنښت
دمدني ټولنې دهمغږۍ مرکز