خبرتیا: پوهندوی استادبازمحمد ساپی وفات شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49816
پوهنیارسیدحضرت
دخبریدو نیټه : 2012-06-12

بلجیم: زړورافغان فرهنګی پوهندوی استادبازمحمد ساپی وفات شو

پدې ډول په ژورې خواشینۍ خبرورکول کیږی چه نن سهاردوشنبه، د2012عیسوی کال دجون یوولسمه چه 1391لمریزکال دغبرګولی (جوزا) له 22مې سره سمون لری، په بلجیم هیوادکې دافغان کلتوری بهیرغړۍ ،دګران هیواد، افغانستان، علمی اوفرهنګی شخصیت ، پوهندوی استادبازمحمد ساپی دورپېښې ناروغۍ لامله د62 کالوپه عمرلدې فانی نړۍ سترګې پټې اوځان یی لوی څښتن تعالی(ج) ته وسپاره اوافغان ټبریوځل بیا دغم پرټغرکښیناست.                    انالله واناالیه راجعون.
 
دارواښادددرنې کورنۍ اوپه بلجیم کې د افغان کلتوری بهیردمشرتابه جرګې دهوکړې سره سم ، دارواښادګران استاد بازمحمد ساپی جنازه چهارشنبه ،دغبرګولی (جوزا) په 24مه (دجون په 13مه) دماسپښین په یوه بجه د بروسل ښاردافغانانودابن سینا په جومات کې اخیستل کیږی. اوپه پنجشنبه، دغبرګولی (جوزا) په 25مه (دجون په 14مه) جنازه دهواله لارې کابل ته لېږدول کیږی چه وروسته د غبرګولی (جوزا) په 26مه (دجون په 15مه) دجمعې په مبارکه ورځ دکنړولایت دڅوکۍ ولسوالۍ دکلمانی په کلی کې په خپله پلرنۍ هدیره کې به خاوروته وسپارل شی.

په بلجیم کې دخدایبخښلی استاددجنازې په مراسمو کې دګډون لپاره پته:
 
Rue Guillaume Kennis, 14
 
1030 Bruxelles (Brussels)
 
Belgium
 
داړیکولپاره:
 
0032497101683
 
0032495641551
 
0032499316135 
 
0032484741796
 
0032484958929
 
دپوهندوی استادبازمحمدساپی لنډه پیژندنه
 
استاد باز محمد ساپی په 1329 لمریز کال د کنړ ولایت  په څوکۍ ولسوالۍ دکلمانۍ په کلې کښې په یوه بزګره کورنۍ  کښې دې نړې ته سترګې پرانستي دي.
 
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په خپل کلي او په کابل کې د انقلاب په لیسه کښې بشپړې کړي او تر هغې وروسته یی دکابل په هوایي پوهنتون  کې په لوست پیل وکړ . د لوست په دریم کال د لوړو زده کړو له پاره پخوانې شوروي اتحاد ته په لېننګراد کښې د (ځان روزنې او سپورت )انستیتوت ته واستول شو.
 
په دغه انستیتوت کې د پنځه کلنې دورې د بشپړیدو وروسته یي د پیداکوژي علومو د ماستری سور دیپلوم ترلاسه کړ .
 
په 1362 لمریز کال کښي هیواد ته راستون او په هوایي پوهنتون کښې د استاد په توګه په دنده پیل  وکړ . په همدې مهال یی دپوهندوی علمی درجې ویاړ هم ترلاسه کړ. چه وروسته دجګړولامله هیوادپریښودوته اړشو.
 
خو په بهر کې د پردیسې ترخو شپواو ورځو تیرولو تر څنګ پر ادبې او ټولنیزو چارو بوخت وو دبیلګی په توګه په همدې 1391 لمریزکال دده په لاس دلیکوال پاولو کوېلو  دکیمیا ګر په نوم نومیالی اثر پښتو ژباړه ده. چه دانش خپرندویې ټولنې چاپ کړی دی .
 
خوله بده مرغه چه ژوندون ورسره یاری ونه کړه اونن د2012 کال دجون په 11 مه چه د1391 لمریز کال دغبرګولی په 22مه یی ځان حق ته وسپاره. روح دې ښادوی.
 
په درنښت
 
دافغان کلتوری بهیرپه استازیتوب
 
    بروسل ښارـ بلجیم