دامریکا او کانادا هیوادو څخه !
په غم کښي دګډون اوتسلیت پیغام
دښاغلې پوهندوی استا د باز محمدخان «ساپي» په مړینه خفه سوو. دساپي صاحب لویه ناروغي دوطن سره لیونې مینه وه،هر وخت چي هر دوست به يې ورسره خبري کولې ډیرژر به ساپي صاحب دوطن یادونه،دردونه اوغمونه ورسره شریکول.هیڅ وخت يې دخپل بطن دننه دخپلو سږودتکلیف شکایت نه مخته کاوه،په هر ځل ورسره دتماس پر وخت به ښاغلې دوطن اوولس پر بدحال خپل خفګان ښکاره کاوه. نو دا دوطن سره دده لیونې میني يې دبطن دننه مریضي نورهم غښتلې کول ،څو دادي آر مان جن له دې نړۍ څخه ولاړې.روح دي يې ښاد وي . زه دلته په امریکا کي دراسره ملګرو په نماینده ګي لیکم چي موږ ټول ،دښاغلي سا پي صاحب درنې کورنۍ،دوستانو،دملي حزب رهبرۍ او ملي حزب ټولوغړوسره په دې غم کي شریک یوو.آستاد بازمحمد خان ته درب ددرباره جنت پردوس اوتاسي ټولو ته دزړه صبر اوحوصله.وسلام
دامریکا څخه دخپلو راسره ولاړیارانو په نماینده ګي.
،ویرجینیا