په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد یو فرهنګپاله ، ټولنیز او فرهنګي شخصیت ښاغلی استاد باز محمد ساپی وفات شوی .( الله دې ښه جنتونه ور په برخه کړي )
استاد بازمحمد ساپي په هېواد کې دننه او له هېواد نه د باندې د ټولو علمي ، فرهنګي او هېوادپالونکو کړیو په مینځ کې د خپلو هېواد پالونکو ګروهو له امله د درناوۍ او ارزښت ځانګړی ځای درلود .ارواښاد په افغانستان کې دننه او بیا وروسته له دې چې شوروی اتحاد ته مهاجر او بیا اروپا کې د مهاجرت شيې ورخې تېرولې ، د خپل ژوند زیاتې شېبې یې د خپلو شا اوخوا فرهنګیانو او فرهنګپالو سره په نږدې اړیکو کې تېرې کړې .د ښه قلم خاوند و ، خبرې یې سپینې وې او خپله د غیرت یوه ټوټه وه . د ارواښاد ساپي مړینه موږ یوه ظایعه ګڼو او په دې توګه محترمې کورنۍ ، خپلوانو او ملګرو ته یې د زړه له کومې د تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوو .لوی خدای دې ارواښاد باز محمد ساپي وبښي او غوره جنتونه دې د هغه ځای شي .
په ډنمارک کې د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په استازیتوب