خبرتيا : په کندهار کي د علامه رشاد بشپړ روغتيايي مرکز لسمه کليزه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49913
سروري
دخبریدو نیټه : 2012-06-17

 

علامه رشاد بشپړ روغتيايي مرکز د لسو کالو راهيسي په کندهار کي د روغتيا په برخه کي وړيا خدمتونه وړاندي کوي .
دغه روغتيايي مرکز د خپل لس کلن کار په جريان کي تر اوسه پوري (٢٩٥٨١٧) ناروغان په وړيا توګه  درمل کړي او  د دغه روغيتايي مرکز د اساسي اهدافو څخه د ساري ناروغيو لکه : نرۍ رنځ، ملاريا، لشمانيا، HIV، شري او تور ژړي څخه مخنيوى، د مور او کوچني د روغتيا پاملرنه  او نور دي، چي بشپړ راپور به ئې د جون د مياشتي پر شلمه  د دغه کتنځي په انګړ کي د لمانځني په غونډه کي ټولو هيوادوالو ته وړاندي سي .
وخت : د غبرګولي (٣١) مه، چهار شنبې،  د سهار ټيک (٩:٠٠) بجې .
ځاى  : عينو مېنه، لومړى سړک، د عينو مېني د لويي جامعې څنګ ته، علامه رشاد بشپړ روغتيايي مرکز .
اړيکي : ٠٧٠٠٣٠٢٧٤٩ – ٠٧٩٩٨٥٠٣٣٤- ٠٧٩٠٩٥٠٠٢٠
Shershahr@yahoo.co.jp            -             khalilsarwari2005@yahoo.com