نيټه : ۲٨/۳/۱۳۹۱
کابل - افغانستان
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد الحاج محمد حسن انور اڅکزی د مړيني په مناسبت خپله خواشينۍ و هيوادوالو ته څرګندوي.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد محمد حسن انور اڅکزی د هیواد د پوهنی یو رښتنی خدمتګار، ژورناليست او ژبپوه وو چی د ګران هيواد د ادبياتو او ژورناليزم لپاره ډيری هلي ځلي کړي، ځوانان يې روزلي او د پښتو ژبي دپاره یی نه هيريدونکي خدمتونه سر ته رسولي دي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني غړي په دا غم کي ځان د ارواښاد خان کاکا محمد انور خان اڅکزی درنی کورنی سره شریک بولي او د لوي خدای (ج) د دربار څخه ارواښاد استاد ته جنت الفردوس، محترمی کورنی، دوستانو او خواخوږو ته جمیل صبر غوښتونکي دي.
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه مشر