په خواشینۍ سره خبرشوم، د پښتو موسیقي یوه تکړه او با استعداده سندرغاړې(غزاله جاوید) چې په خپل خوږ آواز او سندرو یې زموږ د هیوادوالومجلسونه او محفلونه تاوده او خوشحاله ساتلي وو، د پښتو د موسیقي اوهنر د دښمنانو له خوا په ډیر نامردانه او غیر انساني ډول د پیښور په ډبګرۍ کښې ووژل شوه.
انا لله واناالیه راجعون
زه نه یوازی پدې مناسبت دزړه له کومې خپګان څرګندوم، بلکې د دې کورنۍ، خپلوانو او د موسیقي مینه والو ته دصبراو تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه دې ته د فردوس جنت غواړم.
شاعر وایي:
هره ورځ د آرمانونو جنازې وړو
هدیرو ته د ګلونوجنازې وړو
د بادونو کرونده په اوښکو پالو
د شهیدو بهارونو جنازې وړو
***
په ډیر درنښت: